Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

روسیه کې یوه ځوان یوه ارتودوکس ښوونځي کې چاودېدونکې وسیله چوولې

0
په روسیه کې یوه ۱۸ کلن ځوان چې له دیني ښوونځي فارغ و، د ارتودوکس ښوونځي دننه چاودېدونکې وسیله چوولې ده.


روسي چارواکو او رسنیو ویلي چې مسکو ته نږدې نن دې چاودنې همدا ځوان او لږ تر لږه یو بل ځوانکی ټپي کړي دي. 


عیني شاهدانو او ځایي سرچینو بیا ویلي، چاودنه کې ټولټال ۷ تنه ټپیان شوي دي. 


د ارتودوکس دا ښوونځی چې چاودنه په‌کې شوې سېرپوخوف (Serpukhov) ښار کې موقعیت لري. 


ځینو رسنیو ویلي چې د بمب په ایښودلو مشکوک ځوان د وینې د ضایع کېدو له کبله ساه ورکړې ده، خو دا معلومات لا په رسمي ډول نه‌دي تأیید شوي. 


د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې له چاودنې وروسته زده‌کوونکي او ښوونکي له ښوونځي تخلیه شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса