Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د افغانۍ ارزښت کمېدو او د بانکي سیستم سقوط ته د امرالله صالح غبرګون

0
د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تر هغو چې نظام کورنی او نړیوال مشروعیت پیدا نه‌کړي، څوک افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. 


صالح چې د طالبانو سرسخته منتقد دی نن پر خپله فېس‌بوک پاڼه د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت پر کمېدو هم اندېښنه ښودلې. 


ده ویلي، د خصوصي بانکونو سقوط او په ازاد ډول د اسعارو تبادله هغه لاملونه دي چې له مخې یې افغانۍ خپل ارزښت بایللی دی. 


د طالبانو کوم چارواکي تر اوسه د ښاغلي صالح د تازه څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي. 


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خپله تازه مرکه کې د ډالرو قاچاق، په سوداګریزو معاملو کې تر ډېره د ډالر کارول او له افغانیو کمه استفاده د افغانۍ د کم ارزښته کېدو لاملونه یاد کړي دي.


تېرو دوو اوونیو کې د افغانیو بیه ډېره ولوېده، نن په کابل کې یو ډالر ان تر ۱۲۵ افغانیو تبادله کېده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса