Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

چین په ملګرو ملتونو کې د امریکا د یوه پریکړه لیک مسوده رد کړه

0
چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا له خوا وړاندې شوې د یوه پریکړه لیک مسوده رد کړه. 


دغه پریکړه لیک د یوه مېکانېزم له لارې له افغانستان سره بشري مرستې له هغو اقتصادي بندیزونو څخه چې امریکا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لګولي، استثنا کولې.


یوه ډپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې چینایانو د دغه پرېکړه لیک د مسودې په متن کې د یوه مورد د لېرې کولو غوښتنه کوله. 


د راپور له مخې دغه مورد کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کمېټې غوښتنه شوې چې افغانستان ته د زیاتو مرستو رسولو د اړتیا په صورت کې دې له کنګل شوېو پانګو څخه معافیتونو ته اجازه ورکړي. 


یوه بل ډپلوماټ هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي، چین چې په اصولو کې د امریکا له بندیزونو سره مخالف دی، قضیه په قضیه یا په تدریجي ډول یې د لګول شوېو بندیزونو له لېرې کېدو سره یې مخالفت کاوه. 


په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې بشري او حیاتي مرستې باید له کوم خنډ پرته افغانستان ته واستول شي او د ده په وینا د مصنوعي شرطونو یا محدودیتونو ایجادول ورته د منلو نه دي. 


ډپلوماتیکو سرچینو ویلي چې واشنګټن هیله من و چې وړاندې شوې د پرېکړه لیک مسوده به یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نورو ۱۴ غړیو له خوا ومنل شي، څو نن سې شنبې عمومي رایی ګیري ته وړاندې شي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса