Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

کابل کې لاریون: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

0
په کابل کې په سلګونو کسانو د امریکا ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو د امریکا سفارت ته نږدې د دغه هېواد پرضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې واشنګټن دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.


لاریون کوونکي وایي، امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې او دا کار دوی ته د منلو نه دی.


لاریون کوونکي وايي، د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي نو له همدې امله دې امریکا خپل بندیزونه لېرې کړي او نړیوالو ته هم په کار ده چې امریکا د افغانستان د شتمنیو ازادولو ته اړه کړي. 


د امریکا متحده ایالاتو هغه مهال د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیارډه ډالره شتمني کنګل کړه چې طالبانو د اګسټ میاشتې په ۱۵مه کابل ونیو.


واشنګټن تراوسه د دغه شتمني له ازادولو ډډه کړې. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса