Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

چین د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا د یوه کمېسیون پر ۴ غړو بندیزونه ولګول

0
چین په نړۍ کې د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د یوه کمېسیون پر څلورو غړو بندیزونه ولګول. 


دغه اقدام شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د چین پر چارواکو او شرکتونو د امریکا له‌خوا د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې شوی دی. 


متحده ایالاتو په نښه شوي چارواکي او شرکتونه د چین په شینجن سیمه کې په بد سلوک تورن کړي دي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان وویل، د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د کمېسیون رئیس او درې غړي یې چین، هانګ کانګ او ماکاو ته سفر نه‌شي کولای او په چین کې به‌یې هر ډول شتمني کنګل شي.


چین په شینجن سیمه کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، له یو ملیون زیات اویغوریان اونور اقلیتونه په جبري کمپونو کې ساتلي. 


نړیوالې ټولنې په زیاتېدونکي ډول پر چین انتقاد کړی او پر دې هېواد یې بندیزونه لګولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса