Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

ناپېژانده وسله‌والو په هرات کې د 'افغان-ترک ښوونځي' ۳ زده‌کوونکي اختطاف کړي

0
ویل کېږي ناپېژانده وسله‌والو په هرات کې د افغان-ترک ابتدائیه ښوونځي درې زده‌کوونکي اختطاف کړي دي. 


ازادي راډیو ته یوې سرچینې چې نه‌غوښتل د موضوع د حساسیت په خاطر هویت‌یې په ډاګه شي وویل، اختطاف کوونکو دغه زده‌کوونکي د هرات ښار د پنځمې حوزې اړوند له یوې سیمې موټر ته پورته کړي او تښتولي دي.


په هرات کې د طالبانو د ښوونې د ریاست چارواکو د دغې پېښې په اړه ازادي راډیو ته له خبرو کولو ډډه کړې، خو د طالبانو د استخباراتو د رسنیو د برخې مسؤل ثابت هروي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه نه‌ده څرګنده چې دغه کسان تښتول شوي او کنه.


ښاغلی هروي زیاتوي: "څه موده مخکې مو ولیدل، ځینو کسانو د دې لپاره چې له وطنه ووځي او ایران ته لاړ شي، ماما خپل خوریې په نوم اختطاف کړی او هغه‌یې له ځان سره وړی. وروسته چې موږ هغه ترلاسه کړ، معلومه شوه چې خبره د اختطاف نه‌وه. د افغان-ترک د ښوونځي د زده‌کوونکو د اختطاف موضوع هم همداسې ده. زموږ کشفي او استخباراتي ځواکونه پر دې کار کوي چې قضیه معلومه کړي."


طالبانو د سپټمبر د میاشتې په وروستیو کې د هرات ښار په یوه برخه کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده، د څلورو کسانو مړي په دار ځړولي و. 


د طالبانو په وینا دې کسانو چې یو سوداګر او د هغه زوی تښتولي وو، د دوی له وسله‌والو سره د نښتو په ترڅ کې وژل شوي و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса