Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

د پېښور او تورخم ترمینځ د اورګاډي پټلۍ له ۲۰۰۷ز کال راهیسې ړنګه پرته ده

0
د خیبر سفاري په نوم په بخاراتو (سټیم) د چلېدونکي اورګاډی انجن په لنډي کوتل کې د سیلانیانو لیدو ته ایښوول شوی دی. په هغه اورګاډي کې به سیلانیان له پېښوره تر لواړګي تلل، تاریخي ځایونه به یې لیدل او له مېچنۍ پوستې به یې تورخم او د ننګرهار ولایت نظاره کوله. خو په ۲۰۰۷ز کال کې په سېلابونو کې د پټلۍ له ړنګېدو راهیسې ورباندې رېل ګاډي تګ راتګ نه دی کړی. البته په وروستیو کې وفاقي حکومت د پېښور او تورخم ترمینځ د اورګاډي پټلۍ بیارغولو ژمنه کړې ده. ویډیويي رپورټ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса