Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

مطیع الله تراب په خپله پلرنۍ سیمه کوزبیار خوږیاڼیو کې خاورو ته وسپارل شو

0
د جولای پر ۱۵مه د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر مطیع الله تراب د ننګرهار په خوږیاڼیو کوزبیار کلي کې خاورو ته وسپارل شو. هغه د افغانستان پر خاورې او خلکو مین شاعر وو او دا مینه یې په شعرونو کې له ورایه ښکارېده. پښتانه شاعران او لیکوالان وايي، تراب که د خپل قام او وطن سره مینه کړې ده نو په افغانستان او پاکستان کې مېشتو پښتنو ولسونو هم نوموړی خپل ګڼلی، د هغه شاعري یې اورېدلې او خوښه کړې یې ده. د پښتنو فرهنګیانو په وینا په اوس وخت کې هېڅ کوم بل شاعر په دومره اندازه په ولس کې له شهرت څخه برخمن نه وو، لکه تراب چې وو. همدا ده چې د لیکوالو او شاعرانو ترڅنګ عام خلک هم د مطیع الله تراب پر مړینه خپه او په ویر کې دي. تراب چې عمر یې د ۶۰ کالو په شاوخوا کې وو، د جولای پر ۱۴مه د زړه د حملې له وجې له نړۍ سترګې پټې کړې. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې ځانګړي راپور کې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса