Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Февраль
2023

Новости за 10.02.2023

پاکستان د اضافي بودیجې له لارې د ۱۷۰ اربه روپیو ټیکسونه لګوي

Mashaalradio.com 

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

پخوانۍ افغان څارنوالانې هسپانيا ته کډوالې شوې

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت ځينې څارنوالانې هسپانيا (سپېن) ته کډه شوې دي. دوی وايي د هغې ورځې په هيله شپې ورځې سبا کوي چې په افغانستان کې يو ځل بيا ښځو ته د کار اجازه وي. دا ښځې له هغو زرګونو افغانانو دي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې خپل هېواد پرېښی دی. طالبانو په افغانستان کې پر ښځو د کار او پر نجونو د تعليم بندیز لګولی دی. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو د بشيرګواښ جوړ کړی راپور وګورئ.

د یمن د "بې وزلو خواړه" پېژنئ؟

Mashaalradio.com 

د یمن په پلازمېنه صنعا کې یو کس د ځانګړې او دودیزې شیرې یا دلیې رستوران پرانیستی دی چې پکې بې وزله خلک خوراک کولای شي. د رستوران مالک وايي، هغه شیره د غنمو او وربشو له اوړو له پیاڅې یا د جوارو له اوړو جوړېږي چې نه یوازې یې نرخ کم دی بلکې صحت ته هم ګټه لري. یمن هم د افغانستان او پاکستان په څېر ناامنۍ او جګړو ځپلی دی چې پکې ګڼ وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Надежда Петрова высказалась о перспективах Арины Соболенко снова возглавить рейтинг WTA






На миллион! Тишковец рассказал, каким будет начало лета в Москве

Врач Подмосковья напомнила женщинам о важности регулярного посещения гинеколога

Онлайн-знакомства: ключ к новым романтическим возможностям в вашей жизни

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о цифровизации бизнеса