بلوڅ فعالان دعوه کوي چې ریاستي ادارې یې پر ضد "جعلي مقدمې" درجوي
د صوبايي اسمبلۍ د کورنیو چارو سټینډنګ کمېټۍ مشر محمد نواز د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې دوی د بلوڅو ښځو لادرکه کول په کلکه غندي.
د صوبايي اسمبلۍ د کورنیو چارو سټینډنګ کمېټۍ مشر محمد نواز د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې دوی د بلوڅو ښځو لادرکه کول په کلکه غندي.
اکرم شاه لالا د ښوونځي د تعلیم پر مهال ملتپاله سیاست ته مخه کړې وه او په ۱۹۷۰ز کال کې چې ملتپاله سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزی (خان شهید) ښارګې ته ورغی نو هلته نوموړی په پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند کې شامل شو.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پاسپورټونو د وېش بهیر له یوشمېر خنډونو سره مخامخ شو او له اوږدې مودې راهیسې درېدلی دی.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۲مه د زندانونو ډکولو تحریک پيل کړی دی او ویلي يې دي چې دا به په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو نېټې تر اعلان پورې روان وي. د فبرورۍ پر ۲۳مه د تحریک انصاف سیاستوالان او غړي د پېښور زندان ته ورغلل او هلته یې ګرفتاري ورکړه. وفاقي حکومت وايي، د عمران خان دا بهیر له پیلېدو سره ناکامه شوی دی. ویډیويي رپورټ.
روسیې او شپږو نورو هېوادونو چې پکې بېلاروس، شمالي کوریا، ارېټریا، مالي، نېکاراګوا او سوریه (شام) شامل دي، د هغه قرارداد پرضد رایه ورکړه. بلخوا د چین، هند، ایران او جنوبي افریقا په ګډون ۳۲ هېوادونو خپله رایه و نه کاروله.
قاضي بندیال او نورو قاضیانو اورېدنه تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان ولسمشر په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د اپرېل نهمه د انتخاباتو نېټې په توګه اعلان کړه خو وفاقي حکومت وايي، عارف علوي د انتخاباتي کمېشن له مشورې پرته د دې اقدام واک نه لري.
د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو. د یو کال په موده کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي. په همدې حال کې روسیې په ختیځ اوکراین کې بریدونه زیات کړي خو غربي هېوادونو د اوکراینیو ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. شنونکي وايي، د روسیې حملو زیاتېدو یو هدف ښايي د اوکراین د ځوابي بریدونو قوت ختمول وي. دوی وايي، که کییف له غربه نوي ټانکونه ترلاسه کړي نو د روسیو ځواکونو پر وړاندې د پام وړ پرمختګ کولای شي. Читать дальше...