Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Июнь
2023

Новости за 02.06.2023

پېښور کې د معذوره ماشومانو لپاره د لوبو مېله جوړه شوې

Mashaalradio.com 

د پېښور ضلعي انتظاميې او د خيبر پښتونخوا د لوبو څانګې د جون پر لومړۍ نېټه د معذوره ماشومانو لپاره د لوبو يو ورځنۍ مېله جوړه کړې وه. د لوبو په دې سياليو کې د کرکټ، رسه کشۍ او فوټبال په ګډون ځينې نورې لوبې هم شاملې وې. د لوبو منتظمين وايي په هغو ساليو کې د نهه سکولونو تر ۲۵۰ زياتو زده کوونکو برخه اخيستې وه چې زياتره يې نجونې وې. نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.

عدالت له پښتونخوا مېپ څخه جلا شوې ډله د ګوند له نوم او بیرغ کارولو منع کړې

Mashaalradio.com 

عدالت په خپله پرېکړه کې دا هم وويل له پښتونخوا مېپ څخه بېله ډله دې د پښتونخوا لايرز فورم او پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن نومونه هم نه کاروي. بل خوا د هغې ډلې مشرانو ته دا هم ويل شوي چې برېښنایي او چاپي رسنیو ته دې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له نامه څخه خبرپاڼې نه ورکوي.

د کراچۍ له زندان څخه ۲۰۰ هندي کب نيوونکي خوشې کړل شوي

Mashaalradio.com 

د جون په لومړۍ نېټه د کراچۍ له زندان څخه د هند ۲۰۰ کب نيوونکي خوشي کړل شوي دي. د هند دغه کب نيوونکي له تېرو څو کلونو راهيسې د کراچۍ په زندانونو کې ول چې د پاکستان په سمندري حدودو کې په ناقانونه توګه د ماهيانو (کبانو) نيولو په تور نيول شوي ول. په دې اړه نور تفصيل په ويډيويي راپور کې وګورئ.

په کراچۍ کې وکيل او مدني فعال جبران ناصر "تښتول شوی" دی

Mashaalradio.com 

د نوموړي مېرمنې منشا پاشا پر ټولنیزو رسنیو په خپرې شوې ویډیو کې ویلي چې د جون پر لومړۍ نېټه کور ته د تلو پر مهال يې شاوخوا ۱۵ کسانو لاره ونیوله. "موږ تر ډوډۍ خوړو وروسته کور ته پر لاره وو، چې یوه سپین ډبل کېبين موټر کې شاوخوا ۱۵ وسلوالو لاره بنده کړې وه. زما خاوند يې له ځانه سره بوتلو.''

د اردن وليهعد له سعودۍ مهندسې سره واده وکړ

Mashaalradio.com 

د جون پر لومړۍ نېټه د اردن وليعهد حسین بن عبدالله واده وشو. د هغه واده د سعودي عرب له یوې مهندسې (معمارې) رجوه ال سیف سره وشو. په هغه واده کې شاوخوا ۴،۰۰۰ کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

پروېز خټک د پي ټي ای ګوند د خيبر پښتونخوا له مشرۍ استعفا ورکړې ده

Mashaalradio.com 

خټک زياته کړه چې د راتلونکې لپاره به تګلاره د خپلو ملګرو او د ګوند له غړيو سره له سلا مشورو وروسته اعلانوي. نوموړي وويل چې هغه وار له مخه د مې د نهمې نېټې پېښې "غندلې" دي او په دې نظر دی چې "په هغه ورځ ښه ونه شول".


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Рыбакину и Соболенко «отправили» в полуфинал «Ролан Гаррос»






Инвестэксперт Горхиян: жилье на Бали оказалось дешевле, чем в Сочи

Победителей патриотического конкурса среди студентов наградили в Подмосковье

Производители потребительских товаров являются лидерами экспорта МСП Подмосковья

Лидер движения «Всеармянский фронт» Аршак Карапетян 24 мая 2024 года встретился с членами Координационного совета российско-армянских организаций России и политологами