Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Июнь
2023

Новости за 15.06.2023

اختیار ګل: په پښتنو کې غزل خوښوونکي کم دي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی اختيار ګل دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او يوشمېر سندرې يې خپرې شوې دي. تېره اوونۍ د اختيار ګل يو نوی غزل خپور شو. نوموړی وايي، په راتلونکې کې هم غزل ثبتول غواړي خو زیاتوي، په پښتنو کې د غزل مینه وال کم دي. د اختيار ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۹ تنه وژل شوي

Mashaalradio.com 

د یونان په سمندر کې د کډوالو هغه کښتۍ چپه شوې چې پکې له رپورټونو سره سم، سلګونه کسان سپاره ول. یوه ناحکومتي اداره وايي، په کښتۍ کې ۷۵۰ کسان سپاره ول خو د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې د کډوالو شمېر ۴۰۰ وو. د جون تر ۱۵مې پورې د پېښې له ځایه ۷۹ مړي ایستل شوي ول. په کښتۍ کې د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون د یوشمېر هېوادونو کډوال سپاره ول. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

سمندري طوفان د سیند سواحلو پر لوري روان دی

Mashaalradio.com 

د بیپرجوای په نوم سمندري طوفان د سیند او د هند د ګجرات پر لوري روان دی. د طوفان له کبله د کراچۍ په ساحلي سیمو کې د اوبو سطح لوړه شوې او باران هم روان دی. نور په دې لنډ رپورټ کې.

د سمندري طوفان له وجې بېکوره شوي راتلونکې ته اندېښمن دي

Mashaalradio.com 

په هند او پاکستان کې د بیپرجوای په نوم د سمندري طوفان له وجې بېکوره شوي خلک د خپل راتلونکي ژوند او کاروبار په اړه اندېښنې لري. دوی وايي، د کب نیونې کښتۍ یې د کاروبار ذریعه دي چې اکثرې یې په ساحلونو کې پاتې دي. دوی داراز وېره لري چې طوفان یې ښايي کښتۍ او له لرګیو جوړې کوډلې ورانې کړي. خو د پاکستان او هند حکومتونه وايي، د طوفان له زیانه د بچ کېدو لپاره یې اقدامات کړي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

چارواکي: د سمندري طوفان رفتار ورو شوی دی

Mashaalradio.com 

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جون پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې طوفان "په شدت پرمختګ" کوي او کب نیوونکي، کښتۍ چلوونکي او نور خلک دې له ساحله لیرې اوسي.

د سکرو له کانه ۴۰ ورځې وروسته د یو مزدور مړی ایستل شوی دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په کان کې له بندو پاتې دوو کانکیندونکو څخه یې د عبدالباقي مړی ایستل شوی او د شراف په نوم د بل تن د مړي ایستلو هڅې روانې دي. دواړه مزدوران د کلا سیف الله اوسېدونکي ول. د مې پر څلورمه تر باران وروسته په کان کې اوبه جمع شوې او کان ونړېد چې پکې دواړه پکې بند پاتې شول. ویډیويي رپورت.

د سیف الله کلا هنرمند پر کاڼو انځورونه جوړوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې سیف الله کلا دانش خان بریال پر کاڼو انځورګري کوي. هغه وايي، دا ډول انځورګري یې په افغانستان کې زده کړی. دی زیاتوي چې د کار لپاره زیات وسایل نه لري. د بریال د انځورونو په اړه ویډیويي رپورټ.

شنونکي ولې د پاکستان په دفاعي بجټ کې پر ۱۶ فیصده اضافې نیوکې کوي؟

Mashaalradio.com 

یوشمېر شنوکي او د چارو پوهان په دفاعي بودیجه کې د اضافې پر وړاندې نیوکې کوي او وايي، حکومت ته په کار ول چې تعلیمي بودیجه یې زیاته کړې وای. خو ځینې نور بیا وايي چې په دفاعي بودیجه کې اضافه د پاکستان مجبوري ده.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Касаткина опустилась на 13-ю строчку в рейтинге WTA, Рахимова поднялась на 18






В Коломне пройдет традиционное собрание садоводов

Трассу Солнцево — Бутово — Варшавское шоссе достроят в 2026 году

Матчи Евро-2024 покажут в России – источник

Частичный скелет ранее неизвестного динозавра-теропода найден в Сибири