Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Июнь
2023

Новости за 22.06.2023

شوکت سواتی وايي خوښ دی چې سندرې یې په ولسي پاڅونونو کې غږول کېږي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی شوکت سواتی دی. نوموړي د خپلو رسمي زده کړو ترڅنګ موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي. سواتی وایي، د موسيقۍ هدف يې ولس ته د مينې او امن پيغام ورکول دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

په يونان کې د ډوبې شوې کښتۍ قربانيانو پر کورنيوو ماتم دی

Mashaalradio.com 

په یونان کې د جون پر ۱۴مه یوه کشتۍ ډوبه شوه چې پکې د راپورونو له مخې شاوخوا ۷۵۰ کسان سپاره وو. په دې کې ګڼ پاکستانیان هم وو چې پکې یو شمیر د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر اوسېدونکي دي. دوی وايي په کورونو کې یې ماتم دی ځکه چې ځوانان یې د ښې راتلونکې جوړولولپاره تللي وو خو اوس یې مړي هم نه دي معلوم. انیسه اجمل په دې اړه د رویټرز او د اې ایف پي اژانسونو له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.

د پاکستان وزيراعظم د قرض اخیستو لپاره د نړيوال مالي صندوق له چارواکو سره کتلي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فرانس په سرښار پېرس کې د نړيوال مالي صندوق له چارواکو سره کتلي دي. شهباز شريف د نوې نړیوالې مالیاتي معاهدې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره فرانس ته تللی دی. د هغه دفتر د جون پر ۲۲مه پر ټويټر ليکلي‌چې نوموړي د نړيوال مالي صندوق (ای اېم اېف) له اداري مشرې، کريسټالېنا جورجيووا سره ملاقات کړی دی. د وزيراعظم دفتر ويلي چې شهباز شريف په دې ملاقات کې د ای اېم اېف د قرض پروګرام او دوه اړخيزو چارو ټينګار وکړ. پېرس ته د شهباز شريف تر تګ مخکې پاکستاني رسنيوو ويلي وو چې وزيراعظم... Читать дальше...

اوتنبایوا: تر څو طالبان لګولي‌بندیزونه ختم نه کړي، هېڅ هېواد یې په رسميت نه پېژني

Mashaalradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي طالبان بايد هغه سختدريځه فرمانونه ختم کړي چې پر ښځو یې د بندیزونو لپاره ورکړي دي. اوتنبایوا د جون پر ۲۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ. هغې په دغه مناسبت د خپلې وينا په يوې برخه کې وويل چې که په افغانستان کې د طالبانو د سختدريځه حکومت کړنې همداسې روانې وي، د نړۍ هېڅ‌هېواد به یې په رسميت ونه پېژني. اوتونبایوا وویل طالبان له ملګرو ملتونو د رسمیت پېژندنې غوښتنه لري خو د همدې سازمان... Читать дальше...

په اوبو کې مو د بایسېکل چلول لیدلي؟

Mashaalradio.com 

په فرانسه کې په یوه مېله کې خلکو ته په اوبو کې د بایسېکل چلولو چل ښوول کېږي. هغه برقي بایسېکلونه چاپېریال نه ککړوي او په وروستیو کې یې یوشمېر کسان چلولو ته ورځي. د اسوشيېټېد پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Сюзанн Ленглен

Последний танец Надаля и юбка Сюзанн Ленглен: 6 важных фактов о «Ролан Гаррос»-2024






Более 7,6 тыс. ям заделали на дорогах Люберец с начала года

Летнюю досуговую площадку откроют в Лобне 1 июня

Пробки на дорогах Подмосковья вечером 28 мая достигли 6 баллов

В Калининграде впервые представят работу Шишкина из собрания Третьяковской галереи