پاکستان وايي د ټي ټي پي پرضد د افغان طالبانو غبرګون "ناهيلې کوونکی" دی
په اسلام اباد کې مېشت د پاکستان یو پخوانی سفارتکار ابرار حسېن وایي چې د دواړو ملکونو حکمرانانو ته پکار ده چې په سړه سينه د يو بل سره د خبرو اترو د لارې خپلې ستونزې حل کړي۔
په اسلام اباد کې مېشت د پاکستان یو پخوانی سفارتکار ابرار حسېن وایي چې د دواړو ملکونو حکمرانانو ته پکار ده چې په سړه سينه د يو بل سره د خبرو اترو د لارې خپلې ستونزې حل کړي۔
دا اعلان د تحریک انصاف د انتخاباتو کمشنر نیاز الله نیازي نن (د ډیسمبر پر دویمه) له هغه وروسته وکړ چې په یاد ګوند کې دننه د مشرتابه لپاره انتخابات وشول.
د جرګې مشرانو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې جرګه د حیدراباد په یوه ودانۍ کې وشي او د دې لپاره یې له مرستیال کمېشنره اجازت اخیستې وو خو د هغې باوجود پولیسو جرګې ته پرې نه ښودل او د ودانۍ مالک یې هم ګرفتار کړ.
په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین پر یو شمېر سیمو بريدونو ته دوام ورکړی. دغه جګړې د ګڼو هغو ځوانو ښځو ژوند له کړاو سره مخامخ کړی دی چې مېړونه یې د جنګ پر مهال وژل شوي او واړه ماشومان يې ورپاتې شوي دي. په دې کونډو کې زياتره اوکراينۍ دي.
نن (ډېسېمبر دويمه) د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۵۰م تلين دی. نوموړي د پاکستان له جوړېدو مخکې او بيا وروسته د پښتنو په ملي او سياسي مبارزه کې ځانګړی رول لوبولی و. هغه په بېلا بېلو وختونو کې د سرکار لخوا شاوخوا ۳۰ کاله په زندان کې هم تير کړي ول او خپلې زياتره زده کړې يې هم هلته کړې وې. عبدالصمد خان اڅکزي پر دې سربېره د پښتو ادب او صحافت په ډګر کې هم فعاله رول لوبولی او يوشمېر کتابونه يې ليکلي او ژباړلي دي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي کلونه مخکې د نوموړي پر ژوند او مبارزه راپور جوړ کړی چې تاسو ته يې يو ځل بيا وړاندې کوو.