Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Декабрь
2023

Новости за 06.12.2023

په خوست کې د لسګونو کسانو ډله ييز ودونه شوي دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست ولایت کې د ډېسېمبر پر پينځمه د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته د ۳۰ جوړو ډله ییز واده وشو. خوستي فرهنګیان دا یو ښه کار بولي او غوښتنه کوي چې د ودونو دا نوی کلتور دې لا پراخ شي. خوست د افغانستان يو له هغو ولایتونو دی چې په خلکو کې يې لوړ ولور دود دی او له همدې کبله ډیری کوژدن ځوانان د اقتصادي ستونزو له کبله ډېر کلونه بې واده پاتې کېږي. نور حال په ويډيويي راپور کې.

شمس مومند وايي قبايلي سيمي له قدرتې زيرمو ډکې دی

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې خبريال او ليکوال شمس مومند مېلمه کړی دی. نوموړي په ۹۰مه لسيزه کې صحافت پيل کړی وو. شمس مومند د اووه کتابونو ليکوال دی. د نوموړي وروستی کتاب د خيبر پښتونخوا د قدرتي وسايلو په اړه دی. مومند وايي، د پښتنو سيمه له قدرتې زېرمو ډکه ده خو له دې څخه ګټه نه پورته کېږي. دی وايي، په اردو ژبه د کتاب ليکلو مقصد د سيمې په اړه هغو خلکو ته رسېدل وو چې په دې خبره پوه شي او د دې لپاره غږ پورته کړي. بشپړه مرکه لاندې واورئ.

ملالې يوسفزۍ تور پورې کړی چې طالبانو "نجلۍ توب ناقانونه ګرځولی" دی

Mashaalradio.com 

د نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ تور پورې کړی چې پر افغانستان واکمنو طالبانو "نجلۍ توب ناقانونه کرځولی" دی. په جنوبي افریقا کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال هغې پر نړیوالو غږ کړی چې د افغان ښځو کړاوونو ته دې پام وکړي. نور تفصيل د فرانس پرېس اژانس په ويډيويي رپورټ کې.

د منظور پشتین د نیولو پر ضد په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي دي

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي. په کراچۍ کې پولیسو د پي ټي اېم کارکوونکو ته د احتجاج اجازه ور نه کړه او تر ۲۰ زيات کسان، چې د احتجاج لپاره ورغلي ول، نیولي دي. تفصیل په دې ویډیو کې

د عراق کرد مېشته سیمه کې د کونځلو لېټۍ جوړولو مېله شوې ده

Mashaalradio.com 

د لېټۍ په څېر طحیني (طحینه) د منځني ختیځ مشهور، دودیز او غذاییت لرونکي خواړه دي چې له کونځلو جوړېږي. طحیني تر ډوډۍ وړاندې او وروسته خوړل کېږي. د کونځلو لېټۍ د نورو خوړو په جوړولو کې هم کارېږي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ролан Гаррос

В Париже стартует «Ролан Гаррос» открытый чемпионат Франции по теннису






Компания ICDMC приняла участие в торжественном открытии выставки “Тульское качество”

Поддержка проектов в области культуры и искусства

«Гениальная идея!»: звезды о новом музыкальном лейбле Детского радио

Поддержка проектов в области культуры и искусства