Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Декабрь
2023

Новости за 20.12.2023

فلسطينۍ مېرمنه د موسيقۍ له لارې د جنګ ځپلو ماشومانو رواني مرسته کوي

Mashaalradio.com 

په غزه کې د اسراييلو او حماس ترمينځ د جګړې له امله بېکوره شوي يوشمېر ماشومان د فلسطين د رفح سيمې په يوه کيمپ کې ژوند کوي. هلته يوې ۲۳ کلنې فلسطينۍ مېرمنې د دغو ماشومانو د رواني روغتيا لپاره د موسيقۍ حلقه جوړه کړې او ماشومانو ته عود ساز غږوي. رويا حسونا وايي د عود غږ له ماشومانو د جنګي الوتکو غږونه له پامه غورځوي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د ماورای عدالت وژنو پرضد د اسلام اباد پر لوري لاریون دوام لري

Mashaalradio.com 

د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکیو پرضد له بلوچستانه د اسلام اباد پر لوري روان لاریونوال چې ډېره اسماعیل خان ته ورسېدل نو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتین مور و پلار هم ورسره ملګري شول. د غورځنګ یو بل مخکښ علي وزیر هم ورسره د یووالي او ملاتړ لپاره ورغی. احتجاجیان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني. د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي. Читать дальше...

خوشال زاده: د خیبر پښتونخوا له رجسټرډ ووټرانو څخه یې ۴۵ فیصده ځوانان دي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر خوشال زاده مېلمه کړی دی. نوموړي له ۲۰۰۱ز کال راهيسي د ټاکنو کمېشن چارواکی په توګه کار کوي. موږ له هغه سره په داسې حال کې غږېدلي یو چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات وشي. خوشال زاده وايي، په خيبر پښتونخوا کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر شاوخوا دوه نيم کروړه دی چې ورڅخه یې ۴۵ سلنه ځوانان دي. دی پر ځوانانو ټینګار کوي چې خپل ووټ وکاروي ځکه چې دا یې اییني حق او مسوولیت دی. بشپړه مرکه واورئ.

چین کې زلزلې زرګونه کسان بې کوره کړي دي

Mashaalradio.com 

په چین کې د ډېسېمبر پر ۱۸مه شپې مهال په زلزله کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې او زرګونه نور یې بې کوره کړي دي. په اغېزمنه سیمه کې له خلکو سره مرستې روانې دي خو ځینې کسان وايي چې د ژوند بنیادي اسانتیاوې دې ورته برابرې شي. د رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

خيبر پښتونخوا کې د وسلوالو پرضد پوځي عمليات څومره امکان لري؟

Mashaalradio.com 

تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او ټانک ضلعو کې پر پوځ او پولیسو وسلوالو بریدونو ځايي خلک اندېښمن کړي دي. هغوی وېره لري چې که د ناامنۍ پېښې همداسې روانې وي نو ښايي پوځ يې په سيمو کې یو ځل بیا عمليات پیل کړي. دا چې د وسلوالو پرضد پوځي عمليات څومره امکان لري او د ولس پر ژوند به يې اغېز څه وي، دا موضوع مو دا اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې څېړلې ده.

چمن کې د پرلت له وجې سلګونه ګاډي بند پاتې دي

Mashaalradio.com 

په چمن کې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پرضد د ګوندونو، سوداګرو، پنډیانو (لغړیانو) او ځايي وګړو احتجاجي پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې لري. پرلتوالو د نومبر پر ۲۰مه له چمنه سپین بولدک ته تلونکې لاره هم د سامان وړونکو ګاډو پر مخ وتړله چې له وجې یې ډرېوران له یو لړ کړاوونو او ستونزو سره مخامخ شوي دي.

ارجنټینایۍ ښځه د ژوبلو او معذوره اسونو پالنه کوي

Mashaalradio.com 

په ارجنټینا کې یوه ښځه هغه اسونه ساتي چې مالکانو یې ورسره ناسم چلند کړی وي، وهلي یې وي او د معذورۍ ښکار شوي وي. هغه ښځه وايي داسې یو اس یې هم موندلی دی چې مالکانو یې په وهلو، وهلو د ملا تیر ورمات کړی وو. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Теннисист Рублев объяснил, почему проиграл сет в первом круге "Ролан Гаррос"






Путин по приезде в Москву встретился с главой Ингушетии Калиматовым

Сергей Собянин анонсировал старт летнего сезона «Спортивных выходных»

Спасатели напомнили жителям Подмосковья об опасности несанкционированных пляжей

Начался монтаж металлоконструкций пролетного строения путепровода в подмосковной Аникеевке