په کابل کې چاودنې شپږ کسان وژلي دي
د افغانستان روغتيا وزارت وايي، چاودنه د کارتي سخي مزار سره نزدي شوې ده.

د افغانستان روغتيا وزارت وايي، چاودنه د کارتي سخي مزار سره نزدي شوې ده.
استاد صادق فطرت د نوي کال په لومړي ورځ د ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په کارته سخي سیمه کې چاودنې شوي.
په مزارشریف کې د نوروز د جشن او د حضرت علي د جنډې د پورته کولو مراسم پیل شوي دي.
د کندز یو شمېر اوسیدونکو د ۱۳۹۸م کال په لومړي ورځ «نوروز» جشن په شنو او سمسورو سیمو کې ولمانځه. د ازادي راډیو خبریال اجمل آرین پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه په عام محضر کې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د نهایي څیړنیز راپور د خپریدو غوښتنه وکړه. ډونالډ ټرمپ پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته په خبرو کې یو ځل بیا پر دغې څېړنې چې له دوو کالو راهیسې روانه ده انتقاد وکړ او هغه یې مسخره وبلله. ټرمپ وویل، پریږدئ چې دغه راپور خپور شي او خلک یې وویني چې هغه قانوني دی او که نه؟ ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د راپورونو له مخې د مولر څیړنې بشپړیدو ته نژدې شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د سولې بهیر په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ښه پرمختګونه درلودل، خو تر اوسه د دغه هېواد خلک خپلې دغه هیلې او اساسي غوښتنې ته نهدي رسېدلي.
د لغمان والي هیلهمند دی چې پهدغه ولایت کې به د روغتیایي مرکزونو د بندېدو ستونزه په لنډو ورځو کې هواره شي. اصف ننګ ازادي راډیو ته وویل: "موږ په درېیو ولسوالیو کې له دې ستونزې سره مخامخ شوي یو، په بادپښ کې، الیشنګ او الینګار کې، په دولت شاه کې خبرې روانې دي چې ستونزه به هواره شي، په یو دوو ورځو کې کیدای شي چې اصلي ستونزه د افهام او تفهیم له لارې حل شي." په لغمان کې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ را پهدې خوا روغتیایي مرکزونه بند دي. له نژدې درې میاشتې راهیسې د لغمان د روغتیایي مرکزونو چارې سویډن... Читать дальше...
نن په افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال لومړۍ ورځ ده. د نوروز ستر مراسم په مزارشریف کې د مولانا علي پر مزار د جنډې له پورته کولو سره پیلیږي. د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون په ارګ کې د نهال کښینولو پر مهال هیله وښوده چې دا کال د سولې کال شي: "نوي کال درته مبارک وایم، خدای دې د سولې کال کړي، خدای دې د سوکالي کال کړي او خدای دې د برکت کال کړي." د بلخ نوي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز ازادي راډیو ته وویل چې په مزارشریف کې یې د نوروز د لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د نیوزیلنډ صدراعظمه وایي، د هغه نوي قانون له مخې چې تېره اوونۍ پهدې هېواد کې پر دوو جوماتونو د ډلهییزې وژنې د پېښې وروسته تصویب شوی، پر پوځي ډوله وسلو او ورته اټوماټیک ټوپکو بندیز لګول کېږي. جاسینډا ارډرن دغه څرګندونې نن وروسته له هغې وکړې چې شپږ ورځې وړاندې د مارچ په ۱۵مه د کرایست چرچ ښار پر دوو جوماتونو د ډلهییزې وژنې په حملو کې چې ۵۰ تنه ووژل شول، بریدګر له همدې ډول وسلو کار اخېستی و. ارډرن وویل، تمه کوي چې دغه نوی قانون د اپریل له ۱۱مه تطبیق شي او حکومت به هم یو پروګرام تنظیم کړي چې له خلکو بېرته دا ډول وسلې وپېري. Читать дальше...
۱۳۹۷ لمریز کال د افغانستان د ورزش لپاره د يو لړ لاسته راوړنو ترڅنګ د ننګونو او ستونزو کال هم و.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، دغه کمېسیون بیا هم په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړو شمېرو شاهد دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی...
د ایران ولسمشر په هېواد کې دننه د سیاسي ډلو ترمنځ د شخړو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه دلې باید د بهرنیو دښمنانو په وړاندې یو موټی شي. حسن روحاني د نوي کال د نوروز په مناسبت په یوه وینا کې چې د دولتي ټلوېزېون له لارې نن خپره شوه، دغه څرګندونې وکړې. روحاني چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له تړونه د متحده ایالتونو تر وتلو وروسته په ایران کې دننه د تُندلارو تر فشارلاندې لاندې دی، د خپلو اقتصادي پالیسیو دفاع وکړه او په هېواد کې د ناوړه اقتصادي وضعیت ملامتي یې پر متحدو... Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، سره له دې چې حکومت تمه کوله چې انتخابات په خپل وخت ترسره شي، خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دې پریکړې درناوی کوي. ټاکل شوې وه چې دغه انتخابات د روان ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي خو اوس د میزان د میاشتې ۶ نیټې ته وځنډېدل. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو د ځنډېدو پریکړه له سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو د څار له بنسټونو سره له سلا او مشورو وروسته کړې ده. Читать дальше...
په افغانستان کې د سیلابونو له امله په ۱۴ ولایتونو کې د سر او مال د زیان وېره په زیاتېدو ده.پر دې اندیښنې پرون په ارګ کې خبرې وشوې او ملګري ملتونه وایي...
۱۳۹۷ کال پای ته ورسېد، خو د افغانستان اقتصادي وضعیت هم په دغه کال کې لوړې ژورې درلودې او هېڅ تغییر یې نهدی ...
تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په امريکا کې د افغانستان د سولې لپاره...
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل له صدراعظم سره د ایران په اړه خبرې وکړې. مایک پامپئو پرون په بیتالمقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وکتل. تردې لیدنې کتنې وروسته پامپئو د ایران مشران د نورو په لهمنځه وړلو تورن کړل او ویې ویل چې اسرائیل ته هره ورځ ګواښونه متوجه دي، خو متحد ایالتونه د اسرائیل امنیت ته ژمن دي او د هغه ملاتړ کوي. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په داسې حال کې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر یې څنګ ته ولاړ و، د هغو فشارونو هرکلی... Читать дальше...
یوه پاکستاني محصل خپل استاد پهدې تور وژلی چې هغه غوښتل د فراغت په غونډه کې نارینه او ښځینه سره یوځای شي. په بهاولپور کې د اګرتون کالج محصل خطیب حسین پرون د نورو محصلانو له لوري د پیښې په ځای کې ونیول شو. د پولیسو په وینا دا محصل د انګلیسي ژبې د استاد خالد حمید په قتل تورن شوی دی. پولیس وایي چې خالد حمید د فراغت د محفل په تیاریو بوخت و چې خطیب حسین ورباندې په چاړې حمله وکړه. پولیسو د تورن په وینا ویلي دي چې د نارینه او ښځینه ګډ محفل د اسلام له نظره ناروا دی او ده مخکې له مخکې استاد خالد حمید ته خبرداری ورکړی و.
نن په موزمبیق کې ملي ماتم دی. دا ماتم پرون د دغه هېوادو ولسمشر وروسته تر دې اعلان کړ چې دا اندیښنه یې وښوده چې...
د پاکستان د اپوزسیون د یوه مهم ګوند له مشرانو د دغه هېواد د فساد ضد ادارې تحقیقات پيل کړل. د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه له زوی بلاول بوټو څخه چې د پیپلز ګوند مشران دي، پرون په اسلام اباد کې د ځواب ورکولو ادارې «NAB» تحقیقات وکړل. د پوښتنو ګرویږنو پر مهال د فساد ضد ادارې بهر د پیپلز ګوند په سلګونو پلویان راغونډ شوي وو او مرګ پر عمران خان شعارونه یې ورکول. بلاول بوټو په اسلاماباد کې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال عمران خان تورن کړ چې خپل سیاسي مخالفان ځپي. د پاکستان د ځواب... Читать дальше...