Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2023

Новости за 08.12.2023

د پاکستان د ساحلي سیمو ځنګلونه د فنا کېدو له خطر سره مخامخ دي

Mashaalradio.com 

پوهان وايي چې د پاکستان د سيند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د ونو وهلو د هغو سيمو ځنګلونو ته زښت زيات زيان رسولی دی. دوی وايي چې دغه ونې د ابي حیاتو د اوسېدو او ودې مهم ځايونه دي او که سمه پاملرنه ورته وشي نو د ډېرو خلکو د روزګار وسیله هم ګرځېدی شي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيو راپور.

تودو سيمو کې د کوکنارو د کښت وخت نږدې کېدل؛ افغان بزګروانو لا هم د بديل کښت مرسته نه ده ترلاسه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په تودو سيمو کې د کوکنارو د کښت وخت رانږدې شوی، خو د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو تراوسه د بزګرو لپاره د بديل کښت په برخه کې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي. دوې اوونۍ وروسته د افغانستان په تودو سيمو کې د کوکنارو د کښت وخت رارسېږي او هغه بزګران چې پخوا به يې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل اوس دا پرېکړه کوي چې په خپلو ځمکو کې څه شی وکري. ملګرو ملتونو تېره اوونۍ په کابل کې د زراعت له کارپوهانو سره یوه غونډه درلوده، په دې غونډه کې د کوکنارو د کښت یا بل داسې بديل په اړه خبرې وشوې چې د بزګرو لپاره لږ تر لږه د کوکنارو په اندازه عاید ولري. Читать дальше...

امریکا په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول. د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل، دغه کسان او بنسټونه په یمن کې حوثي یاغیانو ته د ایراني تولیداتو د خرڅلاو له لارې د میلیونونو ډالرو د مالي مرستو د برابرولو مسوولیت لري. نوي بندیزونه د متحده ایالاتو په قضايي حوزه کې د دې اشخاصو او ادارو ټولې شتمنۍ کنګلوي او په امریکا کې خلک له دوی سره له کاروباره منع کوي. په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي سلاکار پرون وویل متحده ایالات په دې باور دي چې د ایران سپاه... Читать дальше...

پوتین له رییسي سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ستاینه کړې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پرون په مسکو کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره په کتنه کې له تهران سره د مسکو د اړیکو ستاینه وکړه. پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له پیل راهیسې، مسکو له تهران سره د خپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو هڅه کړې ده. پوتین رییسي ته وویل، د دواړو هېوادونو اړیکې چې د لوېدیځ له خوا پرې سخت بندیزونه لګول شوي، په ښه توګه وده کوي. له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ژورولو لپاره د روسیې د هڅو د یوې برخې په توګه، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۶مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په یو ورځني سفر هم تللی و. Читать дальше...

د اسلام اباد محکمې 'منظور پشتین' پولیسو ته سپارلی

Pa.azadiradio.com 

د اسلام اباد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا 'پي ټي ایم' مشر منظور پشتین پرون د اوو ورځو په مخه پولیسو ته سپارلی دی. پولیس به په دې موده کې له پشتین پلټنې کوي. د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډسمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې نوموړی احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان و. پر منظور پشتین تور پورې شوی چې د حکومت خلاف خبرې یې کړي او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ... Читать дальше...

اوکراین سره د جاپان یو میلیارد ډالره مرسته؛ زیلینسکي ترې مننه کړې او دا مرسته یې اغېزمنه بللې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له جاپانه مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د یو میلیارد ډالرو اضافي مرستو ژمنه کړې ده. زیلینسکي وویل چې د جاپان مرسته به د دوی لپاره د 'پام وړ اغېزمنه' تمامه شي. دا یواځې څو ساعته وروسته له هغه پېښ شول چې د امریکا سنا جرګې له اوکراین سره د شاوخوا ۶۰میلیارد ډالرو د مرستې په پار د سپينې ماڼۍ غوښتنه رد کړه. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن له سنا جرګې غوښتي وو چې ژر له اوکراین سره د پوځي مرستو په هدف د سپينې ماڼۍ غوښتنه تصویب کړي ځکه د ده په خبره که د روسیې... Читать дальше...

د بخنښې نړیوال سازمان په افغانستان کې د معترضو ښځو د مجازاتو بندېدا غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د هغه څه د بندېدو غوښتنه کړې چې د معترضو ښځو مجازات ښودل شوي دي. دغه بنسټ پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته، معترضې ښځې د طالبانو د ظالمانه تګلارو له کبله په زوره ترۍ تم شوي، شکنجه شوي او بد چلند ورسره شوی دی. په دوام کې ویل شويچې په دغو ښځو کې د بشري حقونو څلور مدافعانې پریسا ازاده، ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي شاملې دي چې د سپټمبر او نومبر میاشتو ترمنځ د طالبانو له خوا نیول شوې دي. Читать дальше...

په جرمني کې د رېلګاډو چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې د رېلګاډو چلوونکو له تېرې شپې د ۲۴ ساعتونو لپاره کاري اعتصاب پیل کړی دی. له دې سره په دغه هېواد کې اوږده سفرونه او د سیمو ترمنځ تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی. دا تر یوې میاشتې لږه موده کېږي چې په جرمني کې د معاشونو پر سر د جنجال له کبله د رېګاډو چلوونکي کاري اعتصاب کوي. تازه اعتصاب پر ځايي وخت تېره شپه لس بجې نافذ شو چې د نن جمعې ورځې د شپې تر لسو بجو به دوام کوي او اټکل کېږي چې د رېلګاډو په زرګونو سفرونه به لغوه شي. د رېلګاډو چلوونکي، چې د نومبر میاشتې په نیمايي کې یې... Читать дальше...



ملګري ملتونه: ښايي په اسراییل کې د 'کریم شالوم' دروازه ډېر ژر بېرته پرانیستل شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وايي، داسې هیله بخښونکې نښې شته چې په اسراییل کې کریم شالوم دروازه ډېر ژر بېرته پرانیستل شي. په غزې تړانګه کې د ناوړه بشري وضعیت په باب د ملګرو ملتونو د بنسټونو د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونه یوه چارواکي د هیله بخښونکو نښو په باب خبرې کړي چې په وینا یې څرګندوي، په اسراییل کې ښايي کریم شالوم دروازه ډېر ژر بېرته پرانیستل شي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بشري مرستو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس پرون پنجشنبه په ژنیف کې خبریالانو ته وویل، د دې دروازې پرانیستل، غزې تړانګې ته د نورو بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابروي. Читать дальше...

پنټاګون: امریکا د غزې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې له سره پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، امریکا د غزې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې له سره پیل کړي دي. د دې کار هدف د هغو یرغمل شویو کسانو لټول دي چې د افراطي ډلې حماس په توقیف کې دي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي. د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د لنډمهاله اوربند پر مهال د دغو بې پیلوټه الوتکو الوتنې بندې شوې وې. د پنټاګون یوې ویاندې لیزا لارنس پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د یرغمل شویو د لټولو لپاره امریکا د غزې پر فضا د دغو الوتکو الوتنې بیا پیل کړي دي. Читать дальше...

بریتانیا د بیا مېشتولو له حقه ځینو محروم شویو پخوانیو افغان ځواکونو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون ژمنه وکړه چې د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو له ځینو هغو غړو سره به مرسته وکړي چې په بریتانیا کې د بیا مېشتولو له حق محروم شوي دي. د بریتانیا د فورسیس ډاټ نیټ په نوم بریتانوۍ خپرونې پرون راپور ورکړی چې د افغانستان د پخواني ځانګړي ځواک، د شاوخوا سلو تقاضاکوونکو درخواستونه رد شوي دي. کامرون ویلي، په ځانګړي ډول به د دغو پخوانیو افغان پوځیانو مواردو ته کتنه وکړي چې وګوري له هغوی سره د مرستې لپاره څه کولی شي. په راپور کې ویل شوي چې ګومان کېږي د دغو... Читать дальше...

د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت؛ یورایشیا ریویو: تر ډېره ښځې او ماشومان اغېزمن شوي

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: ګارډین د افغانستان د تعلیم په اړه لیکنه خپره کړې ده. ورځپاڼې دا لیکنه د بشري حقونو د څار ډلې د هغه راپور په استناد خپره کړې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو. د بشري حقونو د څار ډلې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د دې سبب شوی چې ناپوهه نارینه اوس هلکانو ته درس ورکوي، لږ مضامین ورته تدریسوي او د زده کړو په وخت وهل ټکول کوي. په دې راپور کې دا سازمان دا خبره هم کوي چې په دې ډول د افغانستان د پوهنې سیستم ته نه جبرانېدونکی زیان اوړي. ګارډین ورځپاڼه... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له هند سره سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د کابل پر وخت د سهار لس بجې، د هندوستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي. د افغانستان ټیم، چې تېره چهارشنبه متحده عرب اماراتو ته رسېدلې، د اسيايي جام سیالیو لپاره یې تمرینات کړي دي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په الف ګروپ کې شامل دی. هغه زیاته کړه: "په دغو سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې دي چې په هغوی کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سریلانکا دایمي غړي دي. درې نور د کوالیفای له مخې ګروپ ته راغلي چې... Читать дальше...

افغانستان کې د بې‌وزلي او وزګارتیا زیاتوالی؛ سره صلیب پرې اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د بېوزلۍ او وزګارتیا د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور له مخې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا پراخېدو د ډېرو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. په دغه راپور کې چې پرون خپور شو راغلي چې د دې ستونزې د پراخېدو یو علت د څو کلونو وچکالي، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبیعي افتونه، د نړیوالو مرستندویانو له خوا د مالي مرستو ځنډول او د افغانستان پر بانکوني سکټور محدودیتونه دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې په خپل راپور... Читать дальше...

د چین او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۱۸.۲میلیارد ډالرو ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د چین د ګمرکونو د پرونیو معلوماتو له مخې له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې د چین او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۱۸ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. له دې سره هغه هدف تر ټاکلي وخت یو کال مخکې ترلاسه شوی چې دواړو هېوادونو په ۲۰۱۹م کال کې ټاکلی و. چین او روسیې په ۲۰۱۹م کال کې موافقه وکړه چې خپل تجارت به په ۲۰۱۸م کال کې له ۱۰۷ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۴م کال کې ۲۰۰ میلیارد ډالرو ته زیاتوي. د چین د ګمرکونو د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو کې یوولسو میاشتو کې د دوه اړخیز تجارت... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024






Рассвет ТВ. Ренат Сулейманов. Приоритеты новосибирских коммунистов

В Госдуме предложили создать электросамокатную полицию

Назад в крепостное право: пикет на Красной площади прокомментировал Сергей Майоров

"Свеча памяти" зажжется вместе с театром Бестужева