د لمونځ کوونکو پرمخ عربستان او بیت المقدس کې د جوماتونو پرانیستل
په سعودي عربستان کې چې شاوخوا نهه سوه جوماتونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له دوو میاشتو راهیسې تړل شوي و، پرون د لومړي ځل لپاره بېرته پرانستل شول.
په بیت المقدس کې لوی د الاقسا جومات هم د لمونځ کونکو پرمخ بېرته پرانستل شو.
په لندن کې بیا په سلګونو اعتراض کونکو پرلویو غونډو د لګول شویو بندیزونو پام ونه کړاو د امریکا د سفارت په مخکې یې په متحدو ایالتونو کې د یوه سپین پوستي پولیس له خوا د هغه تورپوستې کس د وژل کېدو په اعتراض کې لاریون وکړ چې د امریکا په ګڼو ښارونو کې یې قهرجنې مظاهرې راپارولې دي.
په عین حال کې په ډېرو هېوادونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې بیساري بندیزونه لګولي، د دغو بندیزونو د نرمولو بهیر دوام لري.
د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر پرون یکشنبې له شپږ میلیون او دوه نیم لکه کسانو واوښت او د دغه کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر هم نژدې ۳۷۴ زره کسانو ته رسېدلی دی.
