Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

چارواکي: ننګرهار کې د دولت ۱۶ مخالف وسله‌وال وژل شوي

0
د ننګرهار چارواکي وايي په حصارک ولسوالۍ کې د دولت ۱۶ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.


ویل شوي، دغه وسله‌وال وروسته له هغې ووژل شول چې اول‌یې تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه پیل کړل چې وروسته وسله‌واله نښته وشوه.


د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن رسنیو ته وویل چې په دې نښته کې سیمه‌ییزو پولیسو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


هغه وویل: "متأسفانه د دوی په ډله‌ییزو بریدونو کې ۳ سیمه‌ییز پولیس شهیدان شوي او یو بل ټپي شوی دی. د دغو ترورېستي بریدونو په ځواب کې امنیتي ځواکونو ۱۶ مخالف وسله‌وال وژلي او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي چې په وژل شویو کې د عباس او ادریس په نوم د دوی دوه سرګروپان هم شامل دي."


د والي ویاند وایي تر پېښې وروسته سیمې ته تازه دمه امنیتي ځواکونه لېږل شوي دي.


د دولت کومې مخالفې ډلې د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса