Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ونزوئلا ته د لازیاتو تېلو د صادراتو لپاره د ایران تابیا

0
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، که ونزوئلا وغواړي تهران به ورته د تېلو صادرات جاري وسات.


د دغه وزارت ویاند عباس موسوي نن په هغه اوونیز کنفرانس کې دا خبره وکړه چې له دولتي ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده.


پر ایران او ونزوئلا دواړو د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا بندیزونه لګول شوي دي.


واشنګټن هڅه کوي چې ونزوئلا ته د ایران د تېلو د صادراتو مخه ونیسي.


ایران په وروستیو کې ونزوئلا ته په تېلو بار پنځه کښتۍ لېږدولې دي.


د امریکا د جنوب دغه هېواد چې یو وخت د تېلو له عمده تولیدوونکو و، د اقتصادي بحران له کبله د پټرولو له قحطۍ سره مخامخ دی.


د امریکا متحده ایالاتو، حکومتونو، ټرانسپورتي ادارو او بیمه کوونکو ته خبرداری ورکړی، د ایران د تېلو له انتقالوونکو کښتیو سره د همکارۍ په صورت کې به له بندیزونو سره مخامخ شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса