Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د کوټې هزاره ګانو احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی او د مړو ویر کوي

0
د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د جنورۍ پر اوومه هم پرلت ته دوام ورکړی. سلګونه مظاهره کوونکو د جنورۍ شپږمې شپه هم تر شنه اسمان لاندې په سخته یخنۍ کې تېره کړه. دوی وايي، د وزیر اعظم عمران خان تر ورتګه خپل مړي نه ښخوي. چارواکي وايي، د جنورۍ پر درېیمه د وسله والو په برید کې ۱۱ کانکیندونکي ووژل شول. د حملې ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د جنورۍ څلورمې پر ماخوستن د کوټې پر غربي بای پاس سړک پرلتوالو ته ورغلی وو او ورته یې وویل چې د پاکستان حکومت یې د خوندیتوب هڅې کوي او د امنیت غوښتنې یې مني. ویډیويي رپورټ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса