Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

اروپايي اتحادیې پر طالبانو د تشدد ودرولو غږ کړی

0
اروپايي اتحادیې او یو شمېر لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې روان تشدد او هدفي‌وژنې غندلي دي. دوی په يوه اعلاميه کې ويلي چې طالبان د تشدد د دې اکثريت پېښو مسوليت پر غاړه لري. 

په کابل کې د اروپايي اتحاديې استازولۍ له خوا د جنورۍ په ۳۱مه خپره شوې دې اعلاميه کې زیاته شوې: ((موږ له طالبانو توقع لرو چې د خپلو خلکو سره د ملاتړ په ښودلو، تشدد بس کړي.))


په دې اعلاميه کې د اروپايي اتحادیې او ناټو په ملکي استازولۍ سربېره د امریکا، بریټانیا، اسټرالیا، کاناډا، فرانس، جرمني، ډنمارک، فنلنډ، چک جمهوریت، هالېنډ، سپېن او سوېډن نومونه راغلي چې پر افغانانو یې بریدونه غندلي دي. 




دغو لویدیځو ډپلوماټیکو ماموریتونو ویلي: "طالبان باید پوه شي چې د دوی له تاوتریخوالي ډک او ورانوونکې کړنې نړۍ په غوسه کوي او که سوله په افغانستان ټینګیږي دغه تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي." 


تر دې نيږدې دوه میاشتې مخکې د ۲۰۲۰ کال د دیسمبر په ۷مه هم اروپايي ټولنې او ګڼو لویدیځو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې غندلې وې او له طالبانو یې غوښتي و چې له دې ډول بریدونو لاس واخلي. 


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса