Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Март
2023

Новости за 11.03.2023

په خوست کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Mashaalradio.com 

د خوست د باک ولسوالۍ د کوټکیو په سیمه کې د والیبال هغه سیالۍ چې له دریو میاشتو راهیسې روانې وې او ۶۰ لوبډلو په کې برخه واخیسته، د مارچ د لسمې په ماښام د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د منتخبې لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې. ورزشکارانو د دې لوبې په څنډه کې له چارواکو وغوښتل، چې دوی لپاره ورزشي میدانونه او لوبغالي جوړ کړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپوټ کې:

د لطیف اپریدي په یاد کې غونډه وشوه

Mashaalradio.com 

د مارچ پر لسمه نېټه په پېښور کې د عبدالطیف اپریدي په یاد کې یوه غونډه وشوه چې پکې سلګونو کسانو ګډون وکړو. په غونډه کې پوهانو د ارواښاد لطیف اپریدي پر ژوند، کار او افکارو رڼا واچوله. نوموړی د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د وکیلانو په دفتر یا بار روم کې په ډزو وژل شوی وو. د پېښور پولیسو هغه مهال ویلي وو چې لطیف اپریدی په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی او قاتل یې نیولی دی. په دې اړه له پېښوره وسیم سجاد راپور رالېږلی دی.

په خوست کې د ۶۰ لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Mashaalradio.com 

د دې سیالیو پای لوبې ته د اسماعېل خېلو او مندوزیو همدارنګه تریزیو ولسوالیو د والیبال منتخبو لوبډلو لاره موندلې وه، چې بالاخره د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ منتخبې لوبډلې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

په پېښور پوهنتون کې مظاهرې دوام لري

Mashaalradio.com 

د پېښور پوهنتون استادانو د مارچ له شپږمې نېټې راهیسې پر احتجاج لاس پورې کړی دی. دوی په يوهنتون کې د امنیت د ښه کېدو او د وایس چانسلر د لرې کېدو غوښتنه کوي. دا احتجاج له هغې وروسته پیل شوی چې د پوهنتون د امنیتي چارو مسوول ثقلین بنګش او د اسلامیه کالج استاد پروفیسر بشیر په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شول. د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه پرې ویډيويي راپور جوړ کړی دی.

ملګرو ملتونو د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه د بیلې شوې ډلې مرکزي مرستیال مشر رضا محمد رضا د مارچ په ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل، دوی د ملګرو ملتونو د دغه ګام هرکلی کوي او غوښتنه یې ده چې باید د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

په عراق کې د خټو تنورونو جوړولو هنر لا هم ژوندی دی

Mashaalradio.com 

د عراق په موصل ښار کې له پیړیو راهیسې د مشهورې ډوډۍ پخولو لپاره، له خټو جوړ دودیزو تنورونه کاريږي. دا تنورونه د ډوډۍ ترڅنګ د غوښې او کبانو پخولو لپاره هم کارول کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Касаткина опустилась на 13-ю строчку в рейтинге WTA, Рахимова поднялась на 18






ТАСС: Рожков отметил успешное выступление российских паралимпийцев на соревнованиях в Таиланде

В Раменском округе 31 мая стартует фестиваль «Связь поколений»

В СВАО открылись ягодные палатки

Дома по программе реновации построят в Царицыне