Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Март
2023

Новости за 13.03.2023

د وینې د سرو خلیو یا حجراتو زیاتېدو ناروغي ولې پېښېږي؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې د سرو وینو د خلیو زیاتوالي پر یوه ناروغۍ غږېدلي یو چې په طب کې یې پولیسایتیمیا بولي. دا ناروغي یوشمېر ډولونه او حالتونه لري چې زیاتره یې په ورځني ژوند کې صحت ته د سم پام له نه کولو سره تړلي دي. په خپرونه کې مو د دې ناروغۍ پر علاماتو، وجوهاتو او درملنې تفصیلي بحث کړی دی. روغتیا او درملنه خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

پاکستان د افغانستان پر وړاندې د کرکټ ۲۰ اووره سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

Mashaalradio.com 

شاداب خان د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم پر ځای کپتان شوی دی چې د افغانستان پر وړاندې په سیالیو کې نه لوبېږي. له دې پرته، محمد رضوان، حارث رووف او شاهین شاه اپرېدي هم په لوبډله کې شامل نه دي. بورډ وايي، هغه لوبغاړي د ارام په خاطر په لوبډله کې نه شاملوي.

پي اېس او ښوونځیو کې د ماشومانو داخلې کیمپېن پیل کړی دی

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فېډرېشن یا پي اېس او) د مارچ پر ۱۲مه په ښوونځیو کې د ماشومانو د داخلولو او په ټولګیو یا کلاسونو کې د استادانو د حاضرۍ زیاتولو کیمپېن پیل کړ. د هغه سازمان غړو او مشرانو، فعالانو او زده کوونکو د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په پښتون مېشته سیمو کې لاریونونه وکړل. ویډیويي رپورټ.

اسلام اباد کې د ښځو فلمي مېله شوې ده

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د مارچ پر ۱۲مه د هغو فلمونو مېله پای ته ورسېده چې ښځو جوړ کړي دي. په مېله کې یوشمېر لنډ فلمونه د خلکو نندارې ته وړاندې شول. په ننداره کې د مردان د یوې ښځې پر ژوند جوړ فلم خلکو زیات خوښت کړ. ویډیويي رپورټ.

د سیند پولیسو د کراچۍ پولیسو پر دفتر "د برید پلانوونکي" د وژلو دعوه کړې

Mashaalradio.com 

سي ټي ډي د مارچ پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې نښته د مارچ پر ۱۲مه شپې مهال د کراچۍ په منګوپیر سیمه کې له شمالي بایپاس سړک سره نېږدې شوې ده چې پکې د فبرورۍ ۱۷مې برید مشکوک پلان جوړوونکی اریاد الله او د هغه یو ملګری وژل شوي دي.

له بريښنايی کثافاتو څنګه ګټه اخیستل کيږي؟

Mashaalradio.com 

افريقايي هېواد کینیا هر کال د ۵۱۰۰۰ میټریک ټنه بریښنایی کثافاتو سره مبارزه کوي او یوازې ۱۷ فيصده یې بیا کارول کیږي. خو د نیروبي ځینې اوسیدونکو د دې ستونزې څخه ګټه پورته کړې او دا یې په سوداګرۍ بدله کړې چې د چاپیریال لپاره هم ښه ثابته شوې. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Россиянка Рахимова вышла в полуфинал турнира WTA в Рабате






«Гениальная идея!»: звезды о новом музыкальном лейбле Детского радио

Юлия Миронова поздравила Международную Ассоциацию партнеров QR

МИД РФ: Путину доложили о готовности исключить Талибан из списка

Путин и Мирзиеев начали переговоры в резиденции «Куксарой»