د پاکستان شماریاتو اداره وايي سرشمېرنه شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړه شوې ده
د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ مشر سردار حسین بابک وايي، دولت باید تر دې ډول پرېکړو مخکې هغه عوامل په پام کې ونیسي چې له کبله یې خلک د بې کورۍ او کډوالۍ ژوند ته اړ کېږي.
د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ مشر سردار حسین بابک وايي، دولت باید تر دې ډول پرېکړو مخکې هغه عوامل په پام کې ونیسي چې له کبله یې خلک د بې کورۍ او کډوالۍ ژوند ته اړ کېږي.
تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په هغو هېوادونو پاکستان، ترکیه، قطر او چین هم شامل دي چې په افغانستان کې فعال ډېپلوماټیک ماموریتونه لري.
ولسمشر عارف علوي د مارچ پر ۲۴مه وزیراعظم ته لیک واستاوه او پکې یې ورڅخه وغوښتل چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دې انتخابات وکړي. ولسمشر په لیک کې وزیراعظم ته سپارښتنه کړې چې له انتخاباتي کمېشن سره دې مرسته وکړي چې انتخابات وشي او د سپريم کورټ پرېکړه عملي شي.
د کورمې د پاړه چینار بازار دوکاندرانو د بجلۍ د نه شتوالي پرضد احتجاج کړی دی. دوی د مارچ پر ۲۴مه د مظاهرې پر مهال تر څه وخت پورې د پاړه چینار بازار تړلی وو او پر مرکزي لاره یې ټایرونه وسوځول. د پاړه چينار د تاجرانو د اتحاديې یو مشر حاجي امداد حسین مشال راډيو ته وويل، که د بجلۍ ورکړې غوښتنه یې و نه منل شوه نو د راتلونکې جمعې پر ورځ بیا احتجاج کوي. دی وايي، د برېښنا نه شتون له کبله په روژه کې د دوکاندارانو کاروبار اغېزمنېږي. پاړه چینار بازار د کورمې لوی سوداګریز مرکز دی چې پکې شاوخوا ۶،۰۰۰ دوکانونه دي. Читать дальше...
د بلوچستان پولیسو هم لا د تازه ګرفتاریو په اړه رسماً څه نه دي ویلي. حکومت ویلي چې د حق غوښتنې غورځنګ "اييني غوښتنې" مني خو نيول شويو کسانو قانون مات کړی نو ځکه به ورسره د قانون له مخې چلند کوي.
هلته د پنجاب نګران حکومت د صوبې په مرکز لاهور کې د "ترهګرۍ" امکان په اړه خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې د ولسي غونډو او جلسو پر مهال د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې په هغه ښار کې امنیتي اقدامات کړي دي.