په حب کې د موټرو د ځغل سیالۍ وشوې
د بلوچستان په حب سیمه کې ښځو او نارينوو د ګاډو ځغلولو په سیالۍ کې برخه واخیسته. د ښځو په برخه کې دا لوبې دېنا پټېل او د نارينوو په خوا کې سیالۍ نادرمګسي وګټلې. د دې لوبو په اړه د نياز علي ويډيو راپور وګورئ.
د بلوچستان په حب سیمه کې ښځو او نارينوو د ګاډو ځغلولو په سیالۍ کې برخه واخیسته. د ښځو په برخه کې دا لوبې دېنا پټېل او د نارينوو په خوا کې سیالۍ نادرمګسي وګټلې. د دې لوبو په اړه د نياز علي ويډيو راپور وګورئ.
یو شمېر نورو پخوانيو لوړ پوړو افغان چارواکو هم په افغانستان کې پر نجونو د زده کړو او کار بندیز د يوه ناورین په توګه ياد کړی او غوښتنه یې کړې ده چې افغان نجونو او مېرمنو ته د هغوی حقونه بايد ورکړل شي.
د پېښور پوهنتون استادانو د مارچ پر ۲۰مه په يوه مظاهره کې د وایس چانسلر د ليرې کېدو او امنيت غوښتنه وکړه. دوی د مارچ له شپږمې راهیسې په اجتجاج دي. د مارچ پر پينځمه، د پوهنتون یو امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنيتي ادارې مشر ثقلين بنګښ په ډزو وواژه. د فررورۍ پر ۲۰مه د اسلامیه کالج پوهنتون یو بل ساتونکي د یاد پوهنتون یو استاد پروفیسر بشیراحمد وژلی وو. پولیس وایي په دواړو بریدونو کې تورن دوه کسان یې نیولي دي او پلټنې ترې روانې دي. خو زده کوونکي او استادان د پوهنتون له انتظامیې مطميينه نه دي او د وایس چانسلر د ليرې کولو پر غوښتنه ټينګار کوي. Читать дальше...
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې، هیومن رایټس واچ، د پاکستان پر حکومت او تحريک انصاف پر مظاهره چيانو غږ کړی چې د قانون احترام دې وکړي. دې ادارې د مارچ پر ۲۰مه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې په پاکستان کې پولیسو د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د غړيو پر خلاف سپکوونکي ګامونه اخیستي دي. د خبرپاڼې ترمخه، پولیسو مظاهره چيان وهلي دي او د هغوی پر ضد یې اوښکې بهوونکی ګېس کارولی دی. هيومن رايټس واچ په پاکستان کې پر ايتلافي حکومت غږ کړی چې د مظاهره چيانو پر ضد دې له تشدده کار نه اخلي او په قانون کې شاملو، د ترهګرۍ ضد دفعې دې پرې نه عملي کوي. Читать дальше...
د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ۱۹۰ افغان بندیان له خوشي کېدو وروسته افغانستان ته واستول شول. د دغو افغانانو وکيلې منیزې کاکړ د مارچ پر ۲۰مه پر ټويټر د خوشې شويو افغانانو د نومونونو لیست خپور کړی دی. هغې ويلي چې د مارچ پر شلمه، دا افغانان د چمن له لارې افغانستان ته ليږل شوي دي. په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت هم تاييد کړې چې خوشې شوي افغانان په کراچۍ کې د دوی قونصلر ته سپارل شوي دي. د وزارت مرستيال وياند، حافظ احمد ضيا تکل رسنيوو ته وويل چې تراوسه پورې... Читать дальше...
په افغانستان کې ښځې وايي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې ژوند ګران شوی او ستونزې یې زیاتې شوې دي. دوی وايي، پخوا یې یا په حکومتي دفترونو کې کار کاوه او یا یې زده کړې کولې، خو اوس له دې بنیادي حقونو بې برخې دي. د طالبانو حکومت وايي، په یوشمېر برخو کې ښځې کار کوي او د نجونو تعلیم لپاره تګلاره جوړوي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیو جوړ رپورټ.