Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Май
2023

Новости за 04.05.2023

ګودر ځاځی وايي پر موسيقۍ بنديز نه شي لګېدای

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی ګودر ځاځی دی. ده له سندرغاړي جاوېد اميرخېل سره په ګډه يوه ولسي سندره ويلې او په تېر وړوکي اختر کې یې خپره کړې وه. ځاځی وايي سندره يې د ټولنيزې ميډيا له لارې زياتو خلکو ته ورسېده او هغوی خوښه کړه. طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر موسیقۍ محدودیتونه ولګول چې له کبله یې د ځاځي په ګډون یوشمېر هنرمندانو هېواد پرېښود. خو نوموړی په دې اند دی چې د موسيقۍ او سندرې مخه نه شي نيول کېدای. د ګودر ځاځي دا خبرې او د یوشمېر سندرې یې په خپرونه کې اورېدای شئ.

خیبر پښتونخوا کې بارانونو فصلونه او باغونه زیانمن کړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې وروستیو بارانونو او ږلۍ د غنمو فصل او باغونو ته زیان رسولی دی. کروندګر وايي، تر پرله پسې بارانونو وروسته د غنمو په بوټو کې مرضونه هم پیدا شوي دي. اخوا باغوانان وايي، یوه میاشت مخکې بارانونو د الوچو د ونو ګلونه ودوړول چې له کبله یې د پیداوار کمېدو امکان دی. ویډیويي رپورټ.

کراچۍ کې د یو هندو ځوان د وژنې ضد پرلت پیل شوی دی

Mashaalradio.com 

رام کېشن وویل، کمل کېشن د مې پر لومړۍ نېټه د خپلو خویندو د ودونو لپاره د سودا اخيستو په غرض له خپل تره زوی سره يو ځای د کراچۍ ليارۍ سيمې ته روان وو چې د هغه په وينا، پولیسو په "جعلي نښته" کې وواژه.

پېښور کې خبریالانو د رسنیو ازادۍ لپاره مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت مظاهره شوې ده چې پکې یوشمېر خبریالانو د مطبوعاتو پر ستونزو خبرې وکړې. د پاکستان حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی. ویډیويي رپورټ.

که انځور اخیستل غواړئ د مصر د سېلفیانو تالار ته ورشئ

Mashaalradio.com 

په مصر کې په وروستیو کې په نوي انداز د سېلفۍ (د خپل ځان انځور) اخیستو رجحان پیدا شوی دی. په پلازمېنه قاهره کې دوو خویندو د انځورونو مینه والو ته د سېلفیانو تالار په نوم یو پارک جوړ کړی دی. هغه تالار د خلکو د ساعت تېرۍ لپاره هم ډېر څه لري. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Теннисист Хачанов отреагировал на возможное отстранение от Олимпиады






Американские танкеры вовсю везут нефть из России вопреки санкциям

"Лето в Москве": как в учреждениях культуры Москвы отметят День защиты детей

Частичный скелет ранее неизвестного динозавра-теропода найден в Сибири

Финские ученые рассказали, как фрукты и овощи помогают улучшить качество сна