Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Май
2023

Новости за 13.05.2023

عوامي نېشنل ګوند د ۲۰۰۷ کال د مې ۱۲مې پېښې قربانیانو په یاد غونډه وکړه

Mashaalradio.com 

عوامي نېشنل ګوند د ۲۰۰۷م کال د مې د ۱۲مې نېټې د خونړۍ پېښې په یاد د کراچۍ په باچاخان مرکز کې یوه غونډه جوړه کړې وه. په یاده پېښه کې د ۵۰ په خواوشا کې کسان وژل شوي وو چې ډېری یې پښتانه وو. سیاسي ګوندونه او وکیلان وايي، د عدلیې د ازادۍ لپاره خلکو قربانۍ ورکړې خو په ځواب کې د هغوی کورنیو سره هېچا انصاف ونکړ. له کراچۍ د نیاز علي ویډیويي راپور.

افتاب خان وايي په سوات کې د پوځي عملياتو پرضد به موثره اواز پورته کوي

Mashaalradio.com 

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د سوات د «ولسي پاڅون» مشر افتاب خان مېلمه کړی دی. نوموړی له ۲۰۲۲م کال له اګست مياشت راهيسې په سيمه کې د بدامنۍ پرضد د لاريونونو او احتجاجي مظاهرو مشري کوي. نوموړي تېر کال خپلې لوړې زدکړې مکملې کړې خو د نوکرۍ يا د کاروبار پرځای يې د ولسي پاڅون بنسټ کېښود. هغه وايي، په پاڅون کې زيات شمېر د ځوانانو دی چې د بدامنۍ پرضد راوتلي دي. د ده په خبره په سيمه کې کله هم د پوځي عملياتو اجازه نه ورکوي او ولس پوه دی او ټولو له پکار ده چې د موجوده بدامنۍ خلاف يو موټي شي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.

د پاکستان پوځ وایي مشران يې متحد دي او د مارشل لا هېڅ امکان نه شته

Mashaalradio.com 

د پوځ ویاند د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي یو بیان کې هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې د پوځ په مشرتابه کې، پاکستان د اوسني سیاسي کړکېچ پرسر اختلافات دي او له دې امله ځینې پوځي مشرانو استعفاوې ورکړي دي.

پاکستان جمهوري غورځنګ د سپريم کورټ د "رويې" پرضد احتجاجي پرلت اعلان کړی

Mashaalradio.com 

مولانا فضل الرحمان د مې پر ۱۲مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته په وینا کې تور ولګاوه چې ستر عدالت د  ۶۰ اربه روپو غلا کوونکي ته تحفظ ورکوي. هغه د تحريک انصاف نوم ياد نه کړ خو وې ويل چې په ټول هېواد کې غونډه ګردي او ترهه ګري روانه ده، د پوځي مشرانو پر کورونو حملې کيږي او عدالت ورته تحفظ ورکوي.

د فلسطین د غربي څنډې ۱۴۳ کلن پخوانی حمام ولې مشهور دی؟

Mashaalradio.com 

د اسراییلو تر واک لاندې په غربي څنډه کې یو فلسطیني ۱۴۳ کاله پخوانی حمام د خلکو لپاره بیا پرانیستی دی. په الخلیل یا هېبرون ښار کې هغه حمام د یهودانو او مسلمانانو ترمینځ د تاوتریخوالي پر مهال یوشمېر ځلې وران شوی او تړل شوی دی. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Абсцесс остался позади // Андрей Рублев первым из игроков топ-10 вышел во второй круг






Новый монитор Philips Evnia 49M2C8900L подарит игровой опыт высочайшего уровня

Онлайн-знакомства: ключ к новым романтическим возможностям в вашей жизни

Компания ICDMC приняла участие в торжественном открытии выставки “Тульское качество”

Высокая игровая производительность по доступной цене с мониторами 24G4XE и 27G4XE