Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Май
2023

Новости за 10.05.2023

پېښور کې مظاهرچیانو د رېډیو پاکستان وداني سوځولې

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پارېدلو مظاهرچیانو د دولتي راډیو ودانۍ سوځولې ده. د راډیو چارواکي وايي، د تحریک انصاف پلویان په ودانۍ ورننوتل او ورته یې اور واچاوه. د هغه ګوند پلویان د خپل مشر عمران خان د ګرفتارۍ پرضد په احتجاج دي. د راډیو چارواکي وايي، احتجاجیانو له ودانۍ څخه قیمتي شیان هم وړي دي. د مظاهرو پر مهال په تاوتریخوالي کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې. په دې اړه رپورټ وګورئ.

پوځ: پر پوځي تاسیساتو حملو کې د تحريک انصاف ځيني مشران لاس لري، پر ضد به یې کارروايي کېږي

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د نيول شوي عمران خان د خوشې کولو لپاره، د تحريک انصاف مظاهرو کې پر پوځي تاسیسانو حملې نورې نه شي زغملی. پوځ د مې پر لسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا ډله غواړي پاکستان کورني جنګ ته ټېل وهي. د پوځ په خبره د دوی هر غبرګون ذمه واره به هغه ګوند وي. په دې بيان کې زیاته شوې چې پوځي تاسیسانو ته زیانونه رسونکې دې مظاهرو تر شا د تحريک انصاف د ځينو شرخوښو مشرانو ناوړه پلان وو. پوځ د مې پر لسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې مظاهرو کې "د اقتدار په حوس کې مبتلا، سياسي پوښ اغوستې... Читать дальше...

د عمران خان ګرفتاري: د "القادر ټرسټ قضیه" څه ده؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان یوشمېر رسنیو د نیب چارواکو له خولې ویلي دي چې هغوی د برتانیا د جرمونو له ادارې څخه د ترلاسه شویو "تورو پیسو" په قضیه کې ملک ریاض ته د قانوني تحفظ ورکولو په بدل کې له هغه څخه اربونه روپۍ او سلګونه کناله ځمکه ترلاسه کړه.

ايا چين - پاکستان اقتصادي راهداري به افغانستان ته وغځول شي؟

Mashaalradio.com 

د مشال رېډيو د دې اونۍ کرښې پر غاړه خپرونه کې ځينو مېلمنو وويل چې افغانستان ته د چين - پاکستان اقتصادي راهدرۍ غځولو کې يو هيواد هم جدي نه دی. خو ځينې بيا وايي که داسې ده نو بيا چين ولې په دغه پروژه کې دومره زياته سرمايه کاري کوي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

په خوست کې ۱۰۰۰ ماشومان په تېلېسېميا اخته دي

Mashaalradio.com 

د خوست روغتیايي مسوولین وايي، هلته د وینې کمښت یا تېلېسیمیا په ناروغۍ نېږدې ۱۰۰۰ ماشومان اخته دي. په خوست کې د دې بیماری د ناروغانو درملنه یو خیریه بنسټ کوي.. تېلېسیمیا د وینې یو ډول جینیټکي وژونکې ناروغي ده، چې د مور او پلار څخه اولاد ته لیږدول کیږي. تفصیل د نجیب الله الوخیل په وېډیو کې

په اسلام اباد کې د تحريک انصاف پلويانو احتجاج

Mashaalradio.com 

د پخواني وزير اعظم عمران خان د نیولو پر ضد د مې پر نهمه د پاکستان په ځینو برخو کې د تحريک انصاف کارکوونکو احتجاجونه وکړل او ځینې حکومتي ودانیو ته یې اورونه واچول. په پلازمېنه، اسلام اباد کې هم د احتجاجونو سلسله روانه ده. تفصیل له اسلام اباده د عمران یونس په وېډیو کې



په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې د امن ساتلو لپاره پوځ ورغوښتل شوی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو د مې پر لسمه تر هغه وروسته په صوبې کې د پوځ ځای پر ځای کولو فيصله وکړه چې د عمران خان تر نيول کېدو وروسته د هغه پلويانو له تشدده ډکې مظاهرې وکړي. د پنجاب کورنيوو چارو وزارت د مې پر لسمه،  په يو نوټيفيکیشن کې ويلي چې د عامه امن ساتلو لپاره د پوځ تعنياتولو ضروري دي. په نوټيفيکيشن کې راغلي چې د پوځيانو شمير به صوبايي حکومت او پوځي چارواکي ټاکي.  همدغسې يو نوټيفيکشن د خيبر پښتونخوا حکومت کورنيوو چارو وزارت هم خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په... Читать дальше...

د بخښنې نړيوال سازمان د پاکستان پر حکومت د انټرنېټ بحالولو غږ کړی

Mashaalradio.com 

د بخښنې نړيوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې انټرنېټي خدماتو او ورسره فېسبوک، ټويټر او يوټيوب ته دې د خلکو لاسرسی باوري کړي. د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) د جنوبي اسيا څانګې د مې پر نهمه، ناوخته پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې پر انټرنېټ او ټولنيزو شبکو بنديز معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدودوي. په بیان کې راغلي چې د تحريک انصاف د پلويانو د مظاهرو په وخت د پاکستان حکومت لخوا انټرنيټ ته لاسرسی محدودول د بیان ازادۍ حق اخیستل دي.    د مې پر نهمه، د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران... Читать дальше...

د تحريک انصاف مظاهرينو د بنو پوځي چاوڼۍ دروازې ته اور اچولی

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحريک انصاف قهرجنو پلویانو د مې نهمې په شپه په بنو کې د پوځ چاوڼۍ مرکزي دروازې ته اور اچولی دی. عمران خان پرون د درغليوو په يوه مقدمه کې ونيول شو. هغه تر نيول کېدو مخکې ادعا کړې وه چې پوځ یې د بیا واکمنېدو مخه نیسي. پوځ او حکومت دا تور بې بنياده بولي. له بنو د عمر وزیر ويډيو وګورئ.

د تحريک انصاف په لسګونو غړي نيول شوي، مظاهره چيانو حکومتي، پوځي او شخصي املاکو ته زیان اړولی

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د هغه هېواد د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د نيولو پرضد په ځينو ښارونو کې د هغه پلويانو مظاهرې کړې دي. د مې پر نهمه، رينجرز ځواکونو عمران خان د پاکستان احتساب قامي ادارې پر امر د درغلۍ په يوه مقدمه کې ونيو چې بيا وروسته اسلام اباد های کورټ د هغه ګرفتاري قانوني عمل وګرځاوه. د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله تېر ماښام په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې عمران خان په القادر ټرسټ قضيه کې نيول شوی او نوموړي د خپل واک پر مهال له برتانيې د راغلو ۶۰ اربه روپيو غبن کړی دی. Читать дальше...

د لاهور په ژوبڼ کې دوه زمري زېږېدلي دي

Mashaalradio.com 

په وروستیو کې د لاهور په ژوبڼ کې دوه زمري زېږېدلي دي چې ماشومان او لویان یې لیدو ته ورځي. هغه ژوبڼ د زمریو لپاره نوم لري او پکې ټول ۴۰ زمري په طبیعي چاپېریال کې ژوند کوي. البته په وروستیو کې په کراچۍ کې د یوې ناروغې هاتۍ (فیل) تر مړینې وروسته د پاکستان په ژوبڼونو کې د ځناورو د ساتلو عمل تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Теннисист Хачанов отреагировал на возможное отстранение от Олимпиады






Школьники протестировали способы накопления денег

Самый длинный прогулочный бульвар построят в районе Тишинка

Эксперт Букштейн объяснил, почему снизились цены на продукцию Apple

Кадры решают всё. Могут ли выпускники вузов удовлетворить кадровый голод нефтегазовой отрасли?