Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Сентябрь
2023

Новости за 02.09.2023

پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف اولسي مظاهرې وشوې

Mashaalradio.com 

پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف اولسي مظاهرې وشوې د سېپټېمبر په دویمه نېټه د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف مظاهرې وشوې. همدا رنګه تجارانو کاربندېز هم وکړ. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د اولس مسلې دې هوارې کړي. بل پلو، نګران حکومت ژمنه کړې چې د پیسو له نړیوال صندوق سره به تماس ونیسي او هڅه به وکړي چې د برېښنا بیه ټیټه کړي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې.

پاکستان کې خلکو د ګرانۍ ضد پراخ احتجاج وکړ

Mashaalradio.com 

وزیراع‍‍‍‍ظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد كې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا مسله په ۹۰مه لسیزه کې د نامناسبو معاهدو، د بلونو وصولۍ نامناسبه عمل او د خرابو ټرانسمېشن لاېنونو له وجې اوږده شوې ده.

د خان تحريک مشر وايي پښتانه باید خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ راسره په مشال مرکه کې د خان تحريک مشر ډاکټر خان مېلمه دی. نوموړي په ۲۰۰۶م کال کې د خان تحريک په نامه د غورځنګ بنسټ اېښی وو چې مقصد يې د پښتنو حقونه ترلاسه کول او پښتنو له په پخپله مورنۍ ژبه د زده کړو د حق غوښتل وو. ډاکټر خان وروسته د غورځنګ نوم بدل کړ او د خپلواک پښتونستان نوم یې پرې کېښود. ډاکټر خان وايي، پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره اواز پورته کړي او په مورنۍ ژبه کې ماشومانو ته د ساينس او ټیکنالوژۍ زده کړې ورکړل شي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.

پي ټي اېم په کراچۍ او کوټه کې د خپلو ملګرو د خلاصولو لپاره احتجاجونه کړي

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ او کوټه کې د خپلو ملګرو د خلاصولو لپاره د پریس کلبونو مخې ته د مظاهرو اعلان کړی وو خو پولیسو د غورځنګ غړي هلته احتجاج ته پرېنښودل. کراچۍ پریس کلب ته د تلو پر مهال د پي ټي اېم ځیني پلویان پولیسو نیولي هم دي. د اجازې نه ترلاسه کولو وروسته غورځنګ د کراچۍ په صدر او د کوټې په منان چوک کې احتجاجي غونډې وکړې او له حکومته یې یو ځل بیا وغوښتل چې د غورځنګ د مخکښ علي وزیر په ګډون دې ټول نیول شوي کسان خوشې کړي. نور حال په دې راپور کې:

بريتانيې ته پر لارې د ډوبۍ شوې کښتۍ ژوندی پاتې مساپر څه وايي؟

Mashaalradio.com 

د اګست په ۱۲مه د فرانسې او برتانیا ترمنځ په سمندر کې د غیر قانوني کډوالو کشتۍ ډوبه شوې وه چې پکې شپږ کسان مړه شوي وو. خو په دغه کشتۍ سپاره زیاتره کډوال برتانوي او فرانسوي ساحلي ځواکونو ژغورلي دي. ۲۲ کلن افغان ادریس خان هم په ژغورل شویو کډوالو کې شامل دی. هغه وايي د کشتۍ ډوبیدو وخت د قیامت په څېر وو او ده فکر نه کاوه چې ژوندی به پاتې شي. نوموړی وايي بیا به هیڅ کله برتانیا ته په غیر قانوني تګ هڅه ونکړي. په دې هکله تفصیل په دې راپور کې کتلی شئ


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Теннисист Хачанов отреагировал на возможное отстранение от Олимпиады






Нижегородская область попала в топ-10 производителей мороженого в РФ

Тендер на разработку проекта ремонта моста через Северку объявили в Подмосковье

Эксперт Букштейн объяснил, почему снизились цены на продукцию Apple

Куйвашев назначил ответственных за подготовку путинской Олимпиады в Екатеринбурге