Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Сентябрь
2023

Новости за 15.09.2023

بلوچستان کې د مستونګ چاودنې ضد کاربندیز شوی دی

Mashaalradio.com 

جمعیت علمای اسلام (ف) د هغې چاودنې پرضد په بلوچستان کې کاربندیز کړی دی چې پکې د ګوند د یو مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله په ګډون ۱۱ تنه ژوبل شول. پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د کوټې د کاروباریانو ټولنې او یوشمېر نورو ګوندونو د سېپټېمبر ۱۵مې کاربندیز ملاتړ کړی دی. د سېپټېمبر پر ۱۴مه په مستونګ کې د چاودنې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې. پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. ویډیويي رپورټ.

کراچۍ کې د ګرفتارو افغانانو شمېر تر ۵۰۰ لوړ شوی دی

Mashaalradio.com 

پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره شمېرې شریکې کړې دي چې له مخې یې د کراچۍ په "ختیزه ضلع کې ۱۵۴، په ملیر کې ۹۷، په کورنګۍ کې ۹۰، په مرکزي ضلع کې ۷۵ او په کېماړۍ کې ۵۶" افغانان نیول شوي دي. د پولیسو ارقام ښيي چې پاتې افغانان په درو نورو ضلعو کې ګرفتار شوي دي.

د ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمینځ سړک جوړېږي

Mashaalradio.com 

په پکتیا کې د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمینځ د ۲۰ کېلومیټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. چارواکي وايي، د سړک جوړونې چارې به څلور میاشتې وخت ونیسي او په لومړي پړاو کې ورباندې ۱۰۰ مېلیونه افغانۍ لګېږي. ویډیويي رپورټ.

هند او سري لنکا د اسیا جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي

Mashaalradio.com 

سري لنکایۍ لوبډلې د ۲۵۳ منډو هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په وروستي توپ پوره کړ. د هغې لوبډلې کوشال مینډېس ۹۱، چرېت اسلانکا ۴۹ او سدیرا سماراوېکرما ۴۸ منډې وکړې. د پاکستان افتخار احمد درې او شاهین شاه اپرېدي دوه لوبغاړي وسوځول.

سوداګر وايي د تورخم لارې تړلو ورته لوی مالي زیان واړاوه

Mashaalradio.com 

دارو خان اڅکزي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، دواړه هېوادونه د یو بل لپاره د تجارت تر ټولو ښه بازارونه دي خو حکومتونه یې دې خبرې ته په سنجیدګۍ پام نه کوي. خان جان الکوزی وايي، د پولې تر تړل کېدو مخکې به هره ورځ پر تورخم له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې مال وړونکو ګاډو تګ راتګ کاوه.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?






Выпуск бытовой химии и косметики в столице вырос ...

Музей Победы подготовил онлайн-программу ко Дню защиты детей

В РФ запустили мобильный сервис умной диагностики здоровья по видеоселфи

Забойный срок: за что осудили главного инженера шахты «Листвяжная»