Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Сентябрь
2023

Новости за 12.09.2023

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ناندريو تر شا څه دي؟

Mashaalradio.com 

په دې وروستيوو کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي. د سيپتمبر پر شپږمه په تورخم کې د دواړو خواوو ترمنځ تر ډزو وروسته دغه لاره تړلې ده. په همدغه ورځ په چترال کې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو پر پاکستاني پوځ بریدونه کړي چې اسلام اباد یې ګيله له افغان طالبانو کوي او تور پورې کوي چې وسله وال د افغانستان له خاورې وراوښتي دي. په کابل کې د طالبانو حکومت دا تور ردوي. تر دې پخوا هم پاکستاني او طالب چارواکو د يو بل پر ضد بیانونه ورکړي دي. دا په داسې حال... Читать дальше...

د لیبیا پاړوګر وايي له مارانو سره لوبې له ژوند سره لوبې کول دي

Mashaalradio.com 

د لیبیا یو اوسېدونکی د خپلې خوښې لوبډلې د هڅونې او ډاډګېرنې لپاره خپل ساتلي ماران د لوبې میدان ته وړي. صالحین بومختاده وايي د لوبو میدان ته یوازې هغه ماران وړي چې غاښونه یې ترې اېستلي وي. نوموړی زیاتوي چې د مارانو ساتنې دې شوق یو وار تر مرګه هم رسولی وو. د ځناورو د حقونو لپاره کارکوونکي هم وايي چې په کورونو کې د مارانو ساتل ډېر خطرناک کار دی او پکار ده چې ترې ډډه وشي. نور تفصیل د اسوشيېټېډ پریس په دې ویډیويي راپور کې.

د هند ويرات کوهلي د کرکټ په نړيوالو ۵۰ اووره سیاليوو کې ۱۳۰۰۰ رنزونه پوره کړل

Mashaalradio.com 

هند د پنځوس اووره کرکټ ایشيا کپ په نهمې سیالۍ کې پاکستان ته په ۲۲۸ منډو ماتې ورکړه. په دې لوبه کې د هند ويرات کوهلي د سلیزې په وهلو سره په نړيوالو يو ورځنيوو کرکټ لوبو کې ۱۳۰۰۰ منډې پوره کړي. د سري لنکا په کولمبو کې شوې دا سیالي د سيپتمبر پر لسمه پيل شوې وه خو د باران له وجې بلې ورځې ته وځنډول شول.‌ هند د سيپتمبر پر ۱۱مه، د ۲ لوبغاړو په اوټ کېدو په پنځوس اوورونو کې ۳۵۶ منډې جوړې کړي. د هند لخوا ويرات کوهلي ۱۲۲، کې اېل راهول ۱۱۱، شوبمن ګيل ۵۸ او روهیت شرما ۵۶ رنزونه وکړل. ويرات کوهلي او کې اېل راهول د ۲۳۳ منډو ملګرتيا وکړه. Читать дальше...

د بوسنیا له یوه تاریخي پله د ټوپ وهلو سیالۍ شوې دي

Mashaalradio.com 

د بوسنیا په موستار ښار کې له یوه پخواني پله څخه د ټوپ وهلو نړیوالې سیالۍ شوې دي چې پکې ۱۲ ښځو او ۱۲ سړیو برخه اخیستې ده. د ښځو سیالي کاناډایۍ او د سړیو هغه هسپانیوي لوبغاړي ګټلې ده. د سیالیو برخوالو ویلي دي چې د موستار له پله څخه د ټوپوهنې احساس جلا دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Повернення Калініної до топ-50 та втрачені позиції Світоліної. Оновлені тенісні рейтинги WTA та ATP






Песков: каким будет возможный ответ на удары по России, знает президент Путин

Секс-блогер из Москвы пропал в Дагестане

Студенты из Люберец прошли в финал международной IT-олимпиады

Медведев анонсировал Совет по науке и образованию во главе с Путиным в июне