په کراچۍ کې افغان کډوال د نيول کېدو له وېرې بهر نه ووځي
دکراچۍ په افغان کيمپ کې مېشت افغان کډوال وايي دنيولو لړۍ يې روانه ده او دوی له همدې وېرې له کېمپه بهر نه شي وتلی. دکراچۍ په افغان کيمپ کي مېشت يو کډوال حاجي محمد جان د سيپتمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې حکومتي چارواکي بيا بيا وايي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان نه نيول کيږي خو په حقیقت کې داسې نه ده. نوموري تور پوري کړ چې پوليس او نور سرکاري چارواکي دوی ځوروي، پوليس يې پر کورنو او دکانونو چاپې وهي او ښځي او ماشومان یې نیسي. هغه پر حکومت غږ وکړ چې اسناد لرونکي کسان بايد خپل ژوند ته پرېښوول شي. Читать дальше...