Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Февраль
2024

Новости за 07.02.2024

د پښین او کلا سیف الله ژوبل کسان د کوټې روغتون ته لېږدول کېږي

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې په چاودنو کې تر ۲۰ زیات کسان ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول. چارواکي وايي، چاودنې د دوو انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې شوې دي. په دې ویډیو کې ګورئ چې روغتیايي او مرستندویه کارکوونکي سخت ژوبل کسان د کوټې د روغتون بیړنیو طبي خدماتو څانګې ته لېږدوي.

عورت مارچ: د عدت قضیه کې دې د عمران خان او بشرا بي بي سزا ختمه شي

Mashaalradio.com 

د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمان عورت مارچ په اسلام اباد کې د عدالت د هغې پرېکړې پر ضد مظاهره کړې چې پکې یې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي ته د عدت مودې نه پوره کېدو پر سر د بند سزا واوروله. د اسلامي قانون له مخې عدت هغې درې میاشتنۍ مودې ته ویل کېږي چې ښځه یې د مېړه تر مړینې یا تر طلاق وروسته تر بلې نکاح مخکې تېروي. د فبرورۍ شپږمې د مظاهرې ګډونوالو وویل، هغه سزا دې ختمه شي، په سیاسي قضیو کې د ښځو شاملول ودرېږي او د هغوی پر شخصي ژوند دې بحث نه کېږي. د راولپېنډۍ... Читать дальше...

کراچۍ، پښین او کلا سیف الله کې چاودنو تر ۲۵ زیات کسان وژلي دي

Mashaalradio.com 

په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د پاکستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د امنیت په اړه بحث شوی وو او چارواکو ویلي ول چې انتخابات نه غځوي او د فبرورۍ پر اتمه یې پر ټاکلې نېټه کوي.

د پاکستان حکومت وايي د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره پولې تړي

Mashaalradio.com 

احمد شاه د فبرورۍ پر شپږمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د کراچۍ په ګډون په ځینو سیمو کې یې د ناامنۍ د پېښو امکان په اړه معلومات ترلاسه کړي دي او د مخنیوي لپاره یې ګامونه هم پورته کړي دي.

د انګور اډې پرلتوال وايي له شاوخوا ۳ مياشتو وروسته يې هم حکومت غوښتنې نه دې منلي

Mashaalradio.com 

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې احتجاج کوونکي وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې يې د خپلو ۱۸ غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي. د هغوی په غوښتنو کې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د انګور اډې پر سرحدي دروازه د پاسپورټ او ويزې شرط ختمول، امنیت، د سیمې د اوسېدونکو لپاره د تعلیم او روغتيا اسانتياوې ورکول، د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون شبکو بحالول او پاخه سړکونه شامل دي. د کوز جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان مشال راډیو ته ويلي چې د پرلت له مشرانو سره یې د مسلو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي. Читать дальше...

پاکستان تحريک انصاف د انتخاباتي کېمپين لپاره ټولنيزې شبکې کاروي

Mashaalradio.com 

پاکستان تحريک انصاف د خپل انتخاباتي کېمپين لپاره فېسبوک، وټس اپ او د نورو ټولنيزې شبکو تر څنګ مصنوعي ځيرکتيا کاروي. دا په داسې حال کې ده چې د دې ګوند رهبر عمران خان په زندان کې دی او ځينې مخکښان يې د ګرفتارۍ له وېرې مخې ته نه راځي. په دې اړه اسرار عالم مومند د مشال راډيو او رويټرز اژانس له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Теннисист Джокович раздавал автографы в шлеме после попадания бутылкой в голову






Changerella: мониторинг обменников в Telegram для выгодных сделок

В Ростовской области сильно вырос спрос на медсестер и медбратьев

Стоматолог Ланцева: хруст в челюсти не опасен в одном случае

Скончался актер и каскадер из «Место встречи изменить нельзя»