Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Февраль
2024

Новости за 18.02.2024

د بلوچستان ۴ ګوندونو د انتخاباتي درغلیو ضد کاربندیز کړی دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) اتحاد د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د ټګۍ پر ضد د کوټې په ګډون د بلوچستان په نورو برخو کې کاربندیز کړی دی. د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۸مه تر مازیګره په پښتون او بلوڅ مېشتو سیمو کې لوی سړکونه تړي ول. د مال وړونکو ګاډو ډرېوران وايي چې د لارو تړلو ورته ډېر تکلیف رسولی دی. هغه ګوندونه وايي چې په انتخاباتو او تر هغې وروسته په نتیجو کې ټګي شوې، خو انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي او وايي ټول بهیر شفاف وو. Читать дальше...

بلوچستان کې د انتخاباتي درغلیو پرضد احتجاجي کاربندیز دی

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل، د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره پرلتوالو ته ويناوې وکړې.

په دوحه کې د افغانستان په اړه ۲ ورځنۍ نړیواله روانه ده

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویاند سټېفان دوجارېک ویلي دي چې د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه په ناست کې د افغانستان لپاره د هغه سازمان د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او ځینې افغان ښځې ګډون کوي.

د اب و هوا بدلون د کوچیو ځناورو ژوند ګواښي

Mashaalradio.com 

د حیواناتو د ژغورنې ادارې وايي، د اب و هوا یا اقلیم بدلون له وجې د کوچیو ځناورو شمېر کم شوی دی. په نړۍ کې داسې ځناور او مارغان شته چې د موسم له بدلېدو سره له خپل ټاټوبي څخه بلې سیمې ته ځي او چې په خپله سیمه کې یې موسم ښه شي، نو بیا ورستنېږي. ادارې وايي چې د واورینو سیمو د پړانګانو شمېر هم کم شوی دی. هغو ادارو پر حکومتونو د اب و هوا بدلون د مخنیوي په ترڅ کې د کړو ژمنو پوره کولو غږ کړی دی. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Медведев рассказал, как ударился головой перед матчем с Уиллисом на Уимблдоне в 2016 году






В Госдуме 20 мая начнётся публичное обсуждение налоговой реформы

В медорганизациях Москвы работают около 50 тыс. медсестер и медбратьев — Собянин

Рыбинск во время войны

Экс-игрок "Спартака" Бушманов: клубу нужен более опытный тренер, чем Слишкович