انتونیو ګوتېرېش: د طالبانو حکومت لا د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی
ګوتېرېش وویل له ترهګرۍ سره مبارزه، د ټولشموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب او یو سوله ییز او نړۍ سره تړلی افغانستان هغه موضوعات دي چې نړیواله ټولنه پرې توافق لري.