په پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی
د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وو.
د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وو.
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د رايې کارونې بهير د مازيګر پر پينځه بجې پای ته رسېدلی دی او د ووټونو شمېرلو عمل پيل شوی دی. په هغه هېواد کې د رايې کارونې بهير سهار اته بجې پيل شوی وو. په کراچۍ کې د ووټونو د شمېر په اړه ويډيويي رپورټ وګورئ.
په خوست کې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې له ۱۰ میاشتني پروګرامه د لسګونو ځوانانو د فارغېدو په ویاړ غونډه شوې ده. فارغانو له نورو ځوانانو او لویانو وغوښتل، چې په اوسني عصر کې په ژوند کې د اړتیاوو پوره کولو او په دې برخه کې د اسانتیاوو لپاره د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې اړینې دي. ویډیویي راپور.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه سهار اته بجې عام انتخابات پیل شول چې پکې د انتخاباتي کمېشن په وینا، مېلیونونه وګړي رایې کارولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په دوو پښتون مېشته سیمو کې چاودنو ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله. چارواکي وايي د انتخاباتو لپاره یې امنیتي اقدامات کړي دي. د انتخاباتي بهیر په اړه دا انځوریزه ګیلري وګورئ.
په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو لپاره عام انتخابات نن د فبرورۍ په اتمه پيل شول. د ملک د نورو برخو په شان په پېښور کې هم خلکو سهار په اتو بجو د رایو اچولو مرکزونو ته ورتګ پیل کړی دی. دا بهیر به بغیر له کوم ځنډه د ماښام تر پنځو بجو پورې روان وي. نګران حکومت د انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره د لکونو په شمېر کې پولیس او امنیتی سرتېري ګومارلي دي. په پېښور کې د انتخاباتو ژوندی پوښښ وګورئ.