ایا د بلوچستان امنیتي وضعیت د لا خرابېدو پر لور روان دي؟
د مشال تر رڼا لاندې کې دا اوونۍ د بلوچستان د امنیت په اړه له پوهانو سره خبرې شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې کې دا اوونۍ د بلوچستان د امنیت په اړه له پوهانو سره خبرې شوې دي.
په دې وروستیو کې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند تفریحي سیمو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. سیلانیان وايي، د سیمې شین او ښکلی چاپیریال او سوړ طبیعت ورته په زړه پورې دی. د چارواکو په وینا، د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځاځي اریوب د سپینې شګې سیمې ته شاوخوا یو لاک سیلانیان ورغلي دي. تفصیل په ویډیو کې
د جولایي پر څلورمه په نوي ډيلي کې د سازمان سرمشریزې د انلاين غونډې په پای کې په خپرې شوې اعلاميې کې راغلي چې شانګهای همکارۍ سازمان د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له ترهګرۍ او مخدره موادو پاک افغانستان ملاتړ کوي
پرلت کوونکي وايي، تر څو چې یې ټولې غوښتنې منل شوې نه وي احتجاج او پرلت ته به دوام ورکوي. دوی د جولای پر پینځمه نېټه په شیراني کې د کار بندیز (پهیه جام هړتال) اعلان کړی دی او دا یې هم ویلې دي چې پر دغه ورځ به د ژوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې (های وې) څوک سفر ته نه پرېږدي.
پہ سویډن کې د قران مجید د بی حرمتۍ پر ضد پہ پېښور کې وکیلانو احتجاج اوکړ د پاکستان پہ نورو برخو کې ھم د یادې پېښې پر ضد احتجاجونہ شوي دي او مظاھرچیانو له حکومته د سویډن د سفیر د بیرته استولو غوښتنه کړې ده. نور تفصیل په دې راپور کې.