Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Июль
2023

Новости за 20.07.2023

په باړه کې ځانمرګو بریدونو څومره زیان اړولی؟

Mashaalradio.com 

د خیبر ضلعې د باړې پخواني تحصیل پر ودانۍ په ډزو او دوو ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو پولیس سرتېرو شمېر څلور ته رسېدلی دی او ۱۰ تنه ژوبل دي. د دغه حملو ویجاړی په دې ويډيو کې وګورئ.

د پېښور پولیس وايي د ناامنۍ پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو څېړنیزې ادارې (پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلېکټ اېنډ سېکوريټي سټډيز) په جولای کې په خپل يو رپورټ کې وويل چې د ۲۰۲۳ز په اولنيو شپږو مياشتو کې په ملک کې په "ترهګرو او ځانمرګو بريدونو کې په مرحله واره توګه اضافه" شوې چې پکې ۲۸۹ کسان وژل شوي دي.

کابل کې یوشمېر مزدوران ټوله ورځ کار پسې ګرځي

Mashaalradio.com 

د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، ټوله ورځ له کوره بهر د ورځنۍ مزدورۍ موندلو پسې ګرځي خو هېڅ کار نه پیدا کوي. دوی وايي، اقتصادي ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي او د کورني لګښتونو پوره کولو ته حیران دي. پر افغانستان شاوخوا دوه کاله مخکې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې اقتصاد خورا خراب شوی او کاري موقعې کمې شوې دي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیو جوړ رپورټ.

امیر خان متقي وايي حکومت یې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي

Mashaalradio.com 

اصف درانی تر هغې وروسته کابل ته ولاړ چې د پاکستان حکومت او پوځ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر پټنځایونو اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته یې د هغې وسلوالې ډلې پرضد د اقدام غوښتنه وکړه.

په کشمور کې د خالد خان بېټني خوشې کولو لپاره احتجاجي پرلت روان دی

Mashaalradio.com 

خالد خان بېټنی د خیبر پښتونخوا د ټانک سیمې دی. هغه د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.

پاکستان د اسیا جام کرکټ سیالیو مهالوېش اعلان کړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو او یوشمېر لوبغاړو د جولای پر ۱۹مه په لاهور کې د یوې غونډې پر مهال د اسیايي لوبډلو ترمینځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو د ۱۶م پړاو په اړه معلومات ورکړل او د اتلولۍ جام یې وښود.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Касаткина опустилась на 13-ю строчку в рейтинге WTA, Рахимова поднялась на 18






Кадры решают всё. Могут ли выпускники вузов удовлетворить кадровый голод нефтегазовой отрасли?

Самый длинный прогулочный бульвар построят в районе Тишинка

Тендер на ремонт тротуаров и асфальта во дворах объявили в Люберцах

Более 5 тыс камер «Безопасный регион» установили в Подмосковье с начала года