د بلوچستان د خزانه وزیر زمرک خان اڅکزي د جولای پر ۲۰مه د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته وویل چې په صوبه کې مورنۍ ژبې پاملرنې ته اړتیا لري نو ځکه باید ټولو ژبو د ودې لپاره یو شان کار وشي.
دغي ټولنې په یوه اعلامیه کې، چې پر خپله وېبپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان، جنوبي سوډان، مرکزي افرېقا جمهوریت، اوکراین او روسیې کې د بشري حقونو د سرغړونې په خاطر پر ۱۸ تنو او ۵ موسسو بندېزونه لګول شوي دي.
د افغانستان په خوست او ۱۰ نورو ولایتونو کې له ښځو او نجونو پرته د دولسمو ټولګیو نارینه زده کوونکو د کانکور ازموینې دوه ورځنی بهیر د جولای پر ۲۰مه پیل شو. د ازموینې ملي ادارې د چارواکو په وینا سږ کال په افغانستان کې نږدې ۱۰۶،۰۰۰زده کوونکي حکومتي او خصوصي پوهنتونونو ته جذبوي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د تېلو کاروباریانو د ټولنې مشرانو پرون (د جولای پر ۲۰مه) په کراچۍ او پېښور کې خبري غونډو ته وویل چې حکومت ورته د یو لیټر تېلو پر سر شپږ روپۍ ګټه ورکوي چې له دې کبله له زیان سره مخامخ دي. دوی داراز وویل چې له ایرانه د تېلو قاچاق یې هم کاروبار خراب کړی دی نو ځکه سبا سهار ټول پمپونه تړي.
د متحده عربي اماراتو په العین کې د مالګې یو غار ته خلک د سا او پوستکي د بېلابېلو ناروغیو درملنې لپاره ورځي. هغه غار ته مالګه له پولینډه لېږدول کېږي. روغتیاپالان وايي، غار ته تر ورتګ مخکې باید خلک له خپل ډاکتر سره مشوره وکړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.