Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Октябрь
2023

Новости за 02.10.2023

ملګرو ملتونو پاکستان د بشري حقونو فعالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په لیست کې اچولی

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو په راپور کې ويل شوي دي چې دی هېوادونو کې ۲۲۰ کسان او ۲۵ سازمانونه د اقوام متحده سره د بشري حقونو په خوندي کولو کې د مرستې کولو په وجه د خطر سره مخ دي. دا راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل په غونډه کې وړاندې شو. غونډه به تر ۶ اکتوبر پورې په جينيوا کي دوام لري.

وایرسي لچ یا اشوب چشم څه ډول ناروغي ده؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر وایرسي لچ یا اشوب چشم غږېدلي یو. په وروستیو کې په پاکستان کې د سترګو په دې ناروغۍ ګڼ خلک اخته شوي دي. روغتیاپالان وايي، وایرسي لچ یا اشوب چشم مشخص علاج نه لري خو له یو کسه بل ته خپرېدای شي. په خپرونه کې د دې رنځ په اړه تفصیلي معلومات درکوو او ورڅخه د ځان ساتلو پر لارو چارو هم غږېدلي یو. بشپړه خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

د مستونګ او هنګو بریدونو ضد په کوټه او کراچۍ کې احتجاجونه شوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مستونګ او د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د جمعې پر ورځ د شویو بریدونو ضد د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کوټه، کراچۍ او نورو ښارونو کې احتجاجونه وشول. احتجاج کونکو له حکومته په پېښو کې د ککړو کسانو د نیولو او د پېښې قربانیانو سره د مالي مرستو غوښتنه کوله. د سېپتېمبر پر ۲۹مه په مستونګ او هنګو کې په دریوو جلا جلا بریدونو کې لسګونه ووژل شول. تفصیل په دې ویډیوراپور کې.

د جاپان په تېزرفتاره اورګاډي کې غېږنیونه

Mashaalradio.com 

تاسو به د پهلوانۍ، غېږنیونې، رېسلېنګ یا کبډي مقابلې عموماً په مخصوصو میدانونو کې لیدلې وي خو په جاپان کې بیا په یو چټک ځغلېدونکي اورګاډي کې دا مقابلې شوي. د دې مقابلو لپاره یو اورګاډی ځانګړی کړل شوی وو چې د سر ښار ټوکیو نه ناګویا ته یې سفرکاوه او ۷۵ مساپر پکې سپاره ول. په مقابله کې برخه اخیستونکو ټول هغه کرتبونه کارول چې د دې لوبې لپاره ځانګړي دي. په دې اړه نور تفصیل په د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو په دې راپور کې:


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Новак Джокович и Хамад Меджедович сыграли в бочче на Ролан Гаррос | Виды спорта






Автора книги «Шторм Z» Даниила Туленкова уволили из агентства Readovka за пост в telegram-канале

В Москве установили трёхметровые Кубки России в преддверии суперфинала

Начался монтаж металлоконструкций пролетного строения путепровода в подмосковной Аникеевке

Эксперт по автотуризму Мигунов рассказал, что путешествия в «доме на колесах» позволяют экономить