Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Октябрь
2023

Новости за 12.10.2023

د هرات زلزله ځپلي مرستې او د استوګنې ځایونه غواړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د هرات زلزله ځپلي وايي مرستو او استوګنځایونو ته اړتیا لري. د سرې میاشتې ادارې کارکوونکي وايي، د یخنۍ زیاتېدو له وجې ځینې زلزله ځپلي د بېلابېلو ناروغیو ښکار شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې څخه د اکتوبر اوومې او ۱۱مې د زلزله ځپلو لپاره مرسته غوښتې ده. په زلزلو کې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

عرفان زېده وال وايي اول ناامنۍ او اوس ګرانۍ پښتو هنر اغېزمن کړی دی

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د زېدې کلي يو سندرغاړی او باجه (هارمونيم) غږوونکی عرفان زېده وال دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی. زېده وال د هنر پيل له تبلې غږولو کړی وو خو وروسته يې باجه او ورسره سندره ويل زده کړل. دی وايي، ۲۵ کاله د نوميالي ولسي سندرغاړي کفايت شاه باچا په هنري ډله کې پاتې شوی. هغه زياتوي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له وجې د هنرمندانو کار روزګار خراب شوی دی. د عرفان زېده وال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

اسراییلو ویلي د حماس ډلې پرضد حملو ته دوام ورکوي

Mashaalradio.com 

د راپورونو له مخکې اسراییلو د اکتوبر پر ۱۲مه هم د غزې تړانګې پر یوشمېر برخو بمباري کړې ده. اسراییلو او حماس ډلې په بریدونو او نښتو کې یو بل ته مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو په سفر دی. اسراییلیو ځواکونو د غزې زیاتره برخو ته د خوړو او نورو اړینو شیانو د لېږد لارې تړلې دي او د بمبارۍ له کبله زرګونه کورنۍ بې کوره شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د ملاکنډ اوسېدونکي او سوداګر وايي پر ګاډو حکومتي ټیکس نه مني

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت په وروستیو کې ویلي دي چې د ټول هېواد په څېر په ملاکنډ کې هم پر هغو ګاډو مالیه لګوي چې د ګمرک یا کسټم محصول یې نه دی ورکړی. په ملاکنډ ډېوېژن کې اوسمهال شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ داسې ګاډي چلېږي چې کسټم یې نه دی ورکړی. خو د هغې سیمې سیاستوالان، سوداګر او اوسېدونکي وايي، هغه ټیکس نه ورکوي. ویډیويي رپورټ.

ګوندونه او شنونکي وايي بلوڅ مېشتو سیمو کې سختدریځي زیاته شوې ده

Mashaalradio.com 

ثنا الله بلوڅ وویل چې مذهبي سختدریځي یوازې د خلکو ژوند ته نه بلکې په مجموعي توګه د هر ډول پرمختګ مخې ته خنډ دروي او ګواښي یې. د پاکستانیو حکومتي او امنیتي چارواکو دا تور رد کړی چې ګواکې دولت یا ریاست د سختدریځۍ په خپرولو کې لاس لري.

پخوانیو واکمنو ګوندونو د سپریم کورټ واک قانون په اړه د هغه عدالت پرېکړه ستایلې ده

Mashaalradio.com 

د سپریم کورټ پریکټس اېنډ پروسیجرز اېکټ ۲۰۲۳ یا د سترې محکمې د چارو او کاري بهیر په اړه قانون د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان پخواني اېتلافي حکومت د روان کال په اپرېل کې منظور کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن اسراییلو ته تللی دی

Mashaalradio.com 

ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.

۱۰۴ کلنې ښځې له الوتکې څخه د پیراشوټ په مرسته ټوپ وهلی دی

Mashaalradio.com 

د امریکا په شېکاګو ایالت کې یوې ۱۰۴ کلنې ښځې له الوتکې څخه د پیراشوټ په وسیله ټوپ وهلی دی. هغه له ځمکې څخه ۱۳،۰۰۰ فوټه پورته له فضا څخه ټوپ وهونکې تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځه ده. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Парижские сюжеты: Медведев играл в кошки-мышки, Котов творил историю, Калинская заставляла нервничать Синнера






Состоялась первая персональная выставка Серджио Бело в Москве 

В Москве подвели итоги предварительного голосования «Единой России»

Расписание ряда поездов Курского и Рижского направлений МЖД изменится в июне

Администрация Химок провела круглый стол с делегацией из Китая