Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Октябрь
2023

Новости за 11.10.2023

د اسراییلو او حماس ترمینځ نښتو کې د وژل شویو شمېر ۲۱،۰۰ ته رسېدلی

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه وايي په غزه کې یې د حماس پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړی دی، د اکتوبر پر ۱۱مه د دواړو خواوو ترمینځ د تازه نښتو راپورونه هم ورکړل شوي. د غزې تړانګې د روغتیا وزارت وايي، د اکتوبر پر اوومه د تاوتریخوالي له پیلېدو راهیسې د اسراییلو ځواکونو په بمبارۍ کې ۹۰۰ تنه وژل شوي دي. اسراییلو ویلي دي چې د حماس په بریدونو کې هغې خوا ته د وژل شویو شمېر ۱،۲۰۰ ته رسېدلی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

افغانستان کې په تازه زلزله کې یوشمېر کسان وژل شوي، ۱۲۰ ژوبل دي

Mashaalradio.com 

رویټرز خبري اژانس د جرمني د ځمکپوهنې او ساینس تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکړی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه د سهار وختي راغلې زلزلې مرکز له هرات ښاره ۳۴ کېلوميټره لیرې وو چې یوشمېر سیمې یې ولړزولې. د خبر له مخې، د تازه زلزلې مرکز د ځمکې تر سطحې ۱۰ کېلوميټره ژور وو.

هرات کې بیا زلزله شوې، اغېزمن خلک وايي له لوی درده تېرېږي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې خلک په ویر اخته دي، د اکتوبر ۱۱مې پر سهار یوې بلې زلزلې د هرات ولایت او شاوخوا سیمې لړزولې دي. د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي چې پر رېښتر درجې د دویمې زلزلې زور هم د اکتوبر اوومې زلزلې په څېر ۶،۳ وو. د رویټرز اژانس په وینا، په تازه زلزله کې لسګونه کسان ژوبل شوي دي. هلته لومړۍ زلزلې ځینې کورنۍ دومره ځپلې دي چې د مرستو ترلاسه کولو ته یې هم څوک نه دي پاتې. په دې ویډیو کې ځینې خلک وايي چې دومره درد لري چې له ژونده بېزاره دي. ملګري ملتونه وايي خلکو ته... Читать дальше...

بایډن وايي امریکا د اسراییلو تر شا ولاړه ده

Mashaalradio.com 

اسراییلیو ځواکونو تر هغې وروسته د غزې پر تړانګه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ. اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې د حماس پر ضد جګړه اعلان کړه.

پوهان څنګه پوهېږي چې د شمشتۍ له هګۍ به نر یا ماده بچی زېږي؟

Mashaalradio.com 

ساینسپوهان وايي، د اقلیمي بدلون له کبله په نړۍ کې د نارینه شمشتیو، چې کیشپ، کشو او شکو هم بلل کېږي، نسل په کمېدو دی. دوی وېره لري چې داسې وضعیت د شمشتیو نسل د نابودۍ یا معدومیت له خطر سره مخامخوي. کله چې شمشتۍ هګۍ واچوي نو پوهان وار له مخه پوهېږي چې ورڅخه به نر یا ماده بچی زېږي. دا چې څنګه، د ځواب لپاره یې د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Мария Шарапова

Теннисистка Мария Шарапова снялась в красном облегающем платье






Более 80 участников СВО и их родных получили бесплатную юрпомощь в Королеве

Из-за утечки керосина: самолет, летевший из Сочи в Питер, экстренно посадили на запасной аэродром

В Калининграде впервые представят работу Шишкина из собрания Третьяковской галереи

Польша ужесточила ограничения на передвижение российских дипломатов