Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Октябрь
2023

Новости за 21.10.2023

د خیبر پښتونخوا د انتخباتي کمېشن ویاند سهیل احمد وايي، خلک باید په ټولټاکنو کې برخه واخلي

Mashaalradio.com 

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا صوبې وياند سهيل احمد ميلمه کړی دی. نوموړي په صحافت کې لوړې زده کړې کړي او له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په خيبر پښتونخوا کې د ټاکنو د کمېشن د وياند په توګه کار کوي. سهيل احمد وايي، له تېرو هغو پرتله راتلونکي عام انتخابات به په هر لحاظ په ښه طريقه ترسره شي او د دې لپاره په ټولو اړخونو باندې کار روان دی. د ده په خبره که چیرې په قبايلي ضلعو کې په حلقه بنديو باندې د خلکو اعتراضات وي نو د اکتوبر اخرۍ اوونۍ پوري خپل اعتراضات کمېشن سره جمع کولي شي.... Читать дальше...

د نواز شریف سیاسي ژوند کله او څنګه پیل شوی وو؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې قاید نواز شریف درې ځله د ملک وزیراعظم پاته شوی دی. د هغه ګوند هیله من دی چې که راتلونکي انتخابات وګټي نو نوموړی به پاکستان له روانو اقتصادي ستونزو وباسي. بوریوال کاکړ د رویټرز او فرانس پریس اژانس د ویډیوګانو پر اساس د نواز شریف سیاسي ژوند ته کتنه کړې ده.

د سیند او پنجاب حکومتونه وايي د نومبر له لومړۍ نېټې به له عدالتي کاروايي پرته ناقانونه کډوال باسي

Mashaalradio.com 

د سیند د کورنیو چارو نګران وزیر حارث نواز د اکتوبر پر ۲۱مه، په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې له عدالتي کارروايي پرته ناقانونه افغان کډوال نیسي او خپلو هېوادونو ته به یې لېږي.

ملګري ملتونه وايي پاکستان باید کډوال په زوره ونه باسي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د اکتوبر د ۲۰مې نېټې په ماښام مشال راډیو ته وویل، د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو د ده په وینا، هیڅ کډوال باید په زوره و نه ایستل شي

د نیپال زلزله ځپلې تاریخي ودانۍ په دودیزه بڼه بیا رغول کېږي

Mashaalradio.com 

په نیپال کې په ۲۰۱۵ز کال کې زلزله شوې وه چې د مرګژوبلې تر څنګ یې ډېرو ودانیو ته هم زیان رسولی وو. په هغو ودانیو کې د هېواد لرغوني اثار هم ول چې حکومت یې اوس د بیا جوړولو کار پیل کړی دی. دې اقدام بې روزګاره کسانو ته د کار لاره پیدا کړې ده. له دې سره د ودانیزو چارو پخواني دودونه هم ژوندي شوي دي. تفصیل د اې اېف پي اژانس په دې ویډیويي راپور کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Камилла Рахимова вышла в полуфинал турнира WTA-250 в Рабате






"Метриум": близость к БКЛ и МЦД на 5% повышает стоимость квартиры в новостройке

Завершился капремонт доходного дома А. С. Прокофьевой в Замоскворечье

Jaceer, Innova, Fatena, Skala, Famtech и многие другие — Chery забронировала около 20 новых автобрендов в России

Таролог Панина рассказала, о чем втайне мечтают знаки зодиака