Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Октябрь
2023

Новости за 05.10.2023

ډاکتران وايي د سینې سرطان په اړه پوهاوی اړین دی

Mashaalradio.com 

د اکتوبر میاشت په نړۍ کې د ښځو د سینې سرطان په اړه د پوهاوي خپرولو ته ځانګړې کېږي. په پاکستان کې هم ډاکتران په دې میاشت کې د پوهاوي غونډې کوي. د پېښور د رحمان میډیکل انسټیټیوټ له ارقامو سره سم، په پاکستان کې هر کال ۱۰۰،۰۰۰ ښځې د سینې سرطان ښکار کېږي چې ورڅخه یې ‍۱۵،۰۰۰ د خیبر پښتونخوا وي. نور په رپورټ کې.

ملا یعقوب مجاهد: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" ده

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" بللې ده.  مجاهد نن (د اکتوبر پر پينځمه) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له ملګرو ملتونو، د پاکستان له ولس او دیني علماوو غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت له خپلې پریکړې راوګرځوي. "د پاکستان حکومت چې د افغانانو په هکله کومه پرېکړه کړې ده، چې کډوال به د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه وځي، دا پرېکړه موږ غندو، دا پرېکړه غیر عادلانه او بې انصافه پرېکړه ده."  د پاکستان... Читать дальше...

د پاکستان خبریالانو ټولنه: د کورنیو چارو وزیر څرګندونې د خبریالانو د غلي کولو معنا لري

Mashaalradio.com 

د سرفراز بګټي تر دې څرګندونو څو ورځې وړاندې د رسنيو د ازادۍ لپاره کار کوونکو ۱۶ ادارو او تنظيمونو د سېپټېمبر پر ۲۸مه د پاکستان پر نګران حکومت او ګوندونو غږ وکړ چې د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې دې د بیان ازادي يقيني کړي.

د خوست په یوه لېسه کې د ساینسي ماډلونو نندارتون جوړ شوی دی

Mashaalradio.com 

د خوست د غرغښت مرکزي لېسې زده کوونکو د کیمیا او بیولوژۍ یا ژوپوهنې په څانګو کې د جوړو کړیو ماډلونو نندارتون کړی دی. زده کوونکو د اکتوبر پر دویمه د نندارتون پر مهال یوشمېر تجربې یا ازموینې هم وکړې. نندارتون ته ګڼ زده کوونکي او ښوونکي ورغلي ول. ویډيويي رپورټ.

د پېښور پوهنتون استاد راشد حسين وايي په مورنۍ ژبه زده کړې اړینې دي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د اردو ژبې له استاد راشد حسين سره خبرې کړې دي. نوموړی په پېښور پوهنتون کې د اردو ژبې او ادبیاتو استاد دی. حسين وايي، په مورنۍ ژبې کې زده کړې خورا زیاتې مهمې دي. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.

ذبیح الله مجاهد وايي له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرېکړه د منلو نه ده

Mashaalradio.com 

مجاهد داراز د پاکستان د ځینو چارواکو دا دعوه هم رد کړې چې ګواکې هلته اوسېدونکي افغانان د ناامنۍ په پېښو کې ککړ دي. "افغان کډوال د پاکستان په امنيتي ستونزو کې ښکېل نه دي او تر [هغو] چې په خپله خوښه له پاکستانه لاړ نه شي باید هغه هېواد يې وزغمي."

افغان لوبغاړو په اسیايي لوبو کې ۳ مېډالونه ګټلي دي

Mashaalradio.com 

افغان لوبغاړي په چین کې په اسیايي لوبو کې تر ګډون وروسته هېواد ته ستانه شوي دي. دوی په ووشو او تایکواندو کې د ژیړو درې مېډالونه ګټلي دي. اسیايي لوبې د چین په هانګژو کې شوې دي. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

پاکستان وايي پر چمن پوله د طالبانو حکومتي سرتېري ډزو کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر څلورمه په بیان کې وویل چې د طالبانو یو حکومتي سرتېري د چارشنبې (شورو) پر مازیګر د "دوستۍ له وره" سره نېږدې "له پاکستانه افغانستان ته پر اوښتونکو پلي یا پیاده کسانو بې له پارونې، ناتاره ډزې وکړې" چې مرګژوبله یې واوړوله.

ځوانانو په بدني حرکت چلېدونکی ویډیويي ایپ جوړ کړی دی

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د ګرو اپ ټېکنالوجۍ په نوم د ځوانانو یوې ډلې، چې پکې پښتانه هم شامل دي، د ویډیويي لوبو داسې اپلیکېشن (ایپ) جوړ کړی دی چې د بدن د حرکت په اشارو کار کوي. د ۳۰ ځوانانو ډله وايي چې هغه ایپ یې پر ماشومانو او ځوانانو د ویډیويي لوبو د ناوړه اغېز مخنیوي لپاره جوړ کړی دی ځکه چې د ویډیو ګېم یا لوبو پر مهال اکثر کسان ناست وي او ورزش نه کوي. ویډیويي رپورټ.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د افغانستان وارداتو نوی فیس رد کړی دی

Mashaalradio.com 

اسلام اباد د اکتوبر پر درېیمه، له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارت تړون (اپټا) کې بدلون وکړ او د افغان سوداګرو له خوا یېپر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ролан Гаррос

"Ролан Гаррос" стартовал в Париже






Группа компаний Helpers Представляет Совершенный Фулфилмент для Wildberries и Ozon Marketplace

Метод быстрой диагностики лимфоузлов при раке груди разработан в ПИМУ

Рабыни, пытки и ванны из денег. Где сегодня обитает «бог Кузя»?

Объявлены победители конкурса фотографий #ПАСХАВСИБИРИ — 2024