Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Ноябрь
2023

Новости за 01.11.2023

پاکستاني پولیسو د پاتې غيرقانوني افغان کډوالو نيولو ته دوام ورکړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان پولیسو د هغو افغان کډوالو نيول پيل کړي دي چې د دوی په وينا د قانوني اسنادو د نه درلودو او د حکومتي خبرتياوو سربیره هم تر اوسه له دغه ملکه نه دي وتلي. په اسلام اباد کې د افغان بستي په نوم کورونه ړنګ شوي او په لنډمهالي کمپونو کې د ستنېدونکو کډوالو ساتل دوام لري. تلونکي افغانان وايي چې په افغانستان کې کورونه نه لري او مجبور دي چې له خپلو خپلوانو سره واوسېږي. ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې د افغانانو په زور ایستل دې بس کړي خو هلته نګران حکومت وايي چې دغه پرېکړه یې حتمي ده. په دې اړه دا ويډيو راپور وګورئ چې افغانان پکې خپلې کیسې کوي. Читать дальше...

ډاکتر محمد عرفان الله وايي پښتانه نفسیاتي ستونزو ته زیات پام نه کوي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې مو په پېښور کې د رواني یا نفسیاتي ناروغیو له متخصص ډاکتر محمد عرفان الله سره خبرې کړې دي. نوموړی له لسیزو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو روغتونونو کې کار کړی دی او اوسمهال په پېښور کې په نشه يي توکو د روږدو او په رواني ناروغیو د اخته کسانو د درملنې لپاره خپل شخصي روغتون چلوي. دی وايي، د پښتنو په ټولنه کې خلک رواني ناروغیو ته زیاته توجه نه ورکوي چې همدا د هغو رنځونو د زیاتوالي لامل دی. بشپړه مرکه واورئ.

ایران کې د یوې نجلۍ مړینې مظاهرې پارولې دي

Mashaalradio.com 

په ایران کې تر هغې وروسته بیا مظاهرې پیل شوې دي چې د ګشت ارشاد پولیسو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د حجاب نه کولو په تور نیوله چې هغه بېهوښه شوه او څه موده وروسته په روغتون کې مړه شوه. د آرمیتا ګراوند په جنازه کې لسګونه کسانو ګډون وکړ. ایرانیو چارواکو د هغې کورنۍ له خبریالانو سره له خبرو منع کړې ده. په ۲۰۲۲ز کال کې د حجاب قانون سرغړونې په تور د مهسا امیني ګرفتارۍ او بیا مړینې په ایران او د نړۍ په یوشمېر برخو کې پراخې مظاهرې پارولې وې. د مشال راډیو د مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.

کراچۍ مېشتي اسناد لرونکي افغانان وايي پولیس یې ځوروي

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په کیمپ کې مېشت افغانان وايي چې پر اسنادو لرلو سربېره یې پولیس ځوروي. دوی وايي، د کار لپاره ښار ته نه شي تللی او تور پورې کوي چې پولیس یې نیسي او ورڅخه پیسې اخلي. پولیس دا تور ردوي او ټینګار کوي چې یوازې بې اسناده بهرنيان، چې لوی اکثریت یې د افغانانو دی، نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له لومړۍ څخه له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی. ویډیويي رپورټ.

د پوهنتونونو استادانو په اسلام اباد کې مظاهره کړې ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بېلابېلو دولتي پوهنتونونو په سلګونو استادانو په اسلام اباد کې د لوړو زده کړو د کمېشن (هایر اېجوکېشن کمېشن) دفتر مخې ته مظاهره کړې ده. د اکتوبر ۳۱مې د مظاهرې ګډونوالو له کمېشنه د دندو او خدماتو د جوړښت او د ترقۍ پالیسۍ عملي کولو غوښتنه وکړه. د کمېشن چارواکي وايي چې استادان باید د احتجاج پر ځای د فیصلې انتظار وکړي. ویډیويي رپورټ.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی

Mashaalradio.com 

چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.

یهودان وایي په داغستان کې ځانونه خوندي نه ګڼي

Mashaalradio.com 

یهودان وايي، تر هغې وروسته د روسيې په داغستان کې ځانونه خوندي نه ګڼي چې د اکتوبر پر ۳۰ مه د هغې سیمې د مرکز مخاچکلا پر هوايي ډګر بلوه ګر ورننوتل او هلته یې د یهودانو لټون کاوه. هغه مهال د اسراییلو له تل ابیبه د مساپرو یوې الوتکې پر هوايي ډګر ناسته کړې وه. اخوا روسي چارواکي وايي چې د بلوې په تړاون یې تر ۶۰ زیات کسان نیولي دي. نور د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن نیو زیلینډ او جنوبي افریقا یو بل ته مخامخ شوي دي

Mashaalradio.com 

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د نیو زیلینډ او جنوبي افریقا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي. د نومبر پر لومړۍ د پونې په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه نیو زیلینډ وګټله او جنوبي افریقا ته یې د بیټېنګ کولو بلنه ورکړه.  تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان بنګلادېش ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. د کلکتې په لوبغالي کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او ټوله لوبډله یې په ۴۶م اوور کې په ۲۰۴ منډو وسوځېده. په ځواب کې د پاکستان... Читать дальше...

د بولېویايي ښځو ځواکمنولو لپاره د بایسېکل ځغاسته

Mashaalradio.com 

په بولېویا کې د یو ځانګړي فرهنګ لرونکو ښځو ترمینځ د بایسېکل ځغاستې سیالي شوې ده. هغو ښځو دودیزې جامې اغوستې وې او په ښار کې یې بایسېکلونه ځغلول. د سیالۍ موخه د هغو ښځو ځواکمنتیا او حقونو لپاره مبارزه ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

خوستوالو د افغان کرکټ لوبډلې بریا ولمانځله

Mashaalradio.com 

په خوست کې خلکو په روان پنځوس اووره کرکټ نړیوال جام کې پر سري لنکا د افغانستان بریا لمانځلې ده. خلک د شپې سړکونو ته راوتلي وو او اتڼنونه یې کول. نور حال یې د نجيب الله الوخېل په ويډيو راپور کې وګورئ


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Российский теннисист Сафиуллин опустился на две позиции в рейтинге ATP






Цифровой гид подскажет туристам экскурсии по Нижнему Новгороду

Медведев анонсировал Совет по науке и образованию во главе с Путиным в июне

Студенты из Люберец прошли в финал международной IT-олимпиады

Секс-блогер из Москвы пропал в Дагестане