پاکستان کې خبريالان وايي ولس "خبریالانو ته له ورپېښو ستونزو" ناخبره دی
د میډیا د خپلواکۍ لپاره کارکونکې نا حکومتي تنظیم فریډم نېټورک د تېرې اکتوبر میاشتې په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې د پاکستان ریاست د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی.
د میډیا د خپلواکۍ لپاره کارکونکې نا حکومتي تنظیم فریډم نېټورک د تېرې اکتوبر میاشتې په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې د پاکستان ریاست د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی.
له پاکستانه په ایستل کېدونکو بې اسناده کډوالو کې ګڼ ماشومان هم شامل دي چې د اوږد سفر پر مهال خوړو او روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ دي. یوشمېر میندې وايي چې ډېری ماشومان پر لاره ناروغه شوي دي او د درملنې پیسې نه لري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بېلو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي دي. د نومبر پر درېيمه لومړۍ چاودنه په ټانک اډه سيمه کې د پوليسو ګاډي ته نېږدې وشوه چې پکې پينځه عام وګړي ووژل شول او د دوو پوليسو په ګدون ۲۴ ژوبل شول. دويمه چاودنه په کلاچۍ سيمه کې د پوځ ګاډي ته نېږدې وشوه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې ووژل شو. ويډيو رپورټ
د نومبر پر دویمه د بلوچستان کرندګرو له هغې صوبې څخه د پاکستان نورو برخو ته تلونکې لارې تړلې وې او د اوبو او برېښنا چارو له ادارې (واپډا) څخه یې وغوښتل چې د ورځې دې ورته تر اتو ساعتونو پورې د بجلۍ ورکولو ژمنه عملي کړي. دوی وايي، د زیات لوډشیډنګ له وجې پر وخت اوبه خور نه شي کولای او فصلونه او باغونه یې له خطر سره مخامخ دي. په کوټه کې د واپډا چارواکي وايي چې کروندګر او باغوانان د برېښنا بېلونه نه پرې کوي نو ځکه ورته زیاته بجلي نه ورکوي. ویډیویي رپورټ.
په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یوه چارواکي ارشاد خان مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر دويمه پر هغه لاره ۱۹،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان چارواکو له هېواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ او په همدې حال کې په بلوچستان او سیند کې سلګونه افغانان نیول شوي دي او د خیبر پښتونخوا چارواکو ګڼې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته لېږدولې دي.
په جنوبي وزیرستان کې یو ځایي تن په لومړي ځل له ځنګلي زیتونو څخه تېل ایستل پیل کړي دي. د عمر خطاب په نوم هغه تن وایي، په سیمه کې د ځنګلي زیتونو ګڼې ونې دي او پخوا به هغه زیتون ځمکې ته لویدل او ضایع کېدل خو د ۲۰۱۸ز کال کې ورته هغه د تیلو ایستلو ګاڼۍ جوړه کړې چې اوس پر ګټور کاروبار بدله شوې ده. تفصیل په ویډیو کې.