Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Ноябрь
2023

Новости за 19.11.2023

امریکا ته د تګ په انتظار افغانان وايي پاکستاني پولیس یې د اسنادو لرلو باوجود ځوروي

Mashaalradio.com 

امریکا ته د کډوالۍ کېس لرونکي افغانان وایي، وروستیو پېښو اندېښمن کړي دي. په دوی کې ګڼ هغه افغان دي چې په ویزه پاکستان ته تللي خو د پروسیې د اوږدېدو له وجې لا هم هلته مېشت دي او د پاکستانۍ ویزو موده یې ختمه شوې ده.

پي ټي اېم پر چمن پوله د پاسپورټ او ویزې شرط ضد لاریون ته دوام ورکړی دی

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پر چمن پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو پرضد د کوټې پر لوري لاریون ته دوام ورکړی دی. دا لاریون د نومبر پر ۱۷مه له چمنه پیل شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه پر چمن د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط عملي کړی او وايي دا کار د امنیت ټینګښت او قاچاق مخنیوي لپاره کوي. ویډیويي رپورټ.

کراچۍ کې پوليس د افغانانو پر استوګنځايونو چاپې وهي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې پولیس پر هغو ځایونو چاپې وهي چې افغانان پکې له کلونو راهیسې اوسېږي. پولیس وایي دوی یوازې هغه افغانان ستنوي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. بلخوا افغان کډوال وایي اوس په افغانستان کې یخني زیاته شوې ده او په خېمو کې به له وړو ماشومانو سره ژوند کول ورته ګران شي. د فرانس پرېس اژانس ويډيو

د خوست د څپري غره په لمن کې مشاعره شوې ده

Mashaalradio.com 

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د څپري غره په لمن کې مشاعره شوې ده. د نومبر ۱۷مې مشاعرې ته لسګونه شاعران او د ادب مینه وال ورغلي ول. د خوست ولایت په هغه سیمه کې پخوا ناامني وه خو اوس پکې ټولنیز او فرهنګي فعالیتونه پیل شوي دي. تفصیل په ویډیویي رپورټ کې.

افغانستان ته ستانه شوي کډوال څه وايي؟

Mashaalradio.com 

له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال وايي، له نوي سر نه د ژوند پیلولو چارې ورپغاړه دي. په دوی کې یې ځیني د خپل سباوون په اړه اندېښمن دي خو ځیني بیا هیله لري چې یو ښه ژوند به پیل کړي. په دې اړه نور تفصیل د اې اېف پي په دې ویډيويي راپور کې.

پېښور کې فرهنګي مېله او د موسیقۍ او اتڼ محفل شوی دی

Mashaalradio.com 

د پېښور په اېډورډز کالج کې د پښتونخوا رنګونو په نوم یوه ورځنۍ کلتوري مېله شوې ده. د نومبر ۱۸مې په مېله کې زده کونکو د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو دودیزې جامې او خواړه نندارې ته ایښي ول. دا راز ګډونوالو د پنجاب، بلوچستان، چترال او نورو سیمو فرهنګي توکي هم خوښ کړل. په مېله کې د موسیقۍ پروګرام هم وو چې پکې ځوانانو اتڼونه وکړل. ویډیويي رپورټ.

کراچۍ کې د افغان کډوالو نیولو او ایستلو ضد مظاهره شوې ده

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیونو او په زور له پاکستانه د ایستلو ضد یو ځل بیا احتجاج شوی دی. د نومبر ۱۸مې د احتجاج تابیا د افغان کډوالو د مرستو لپاره جوړې کمېټۍ کړې وه چې د ګوندونو غړو، وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو هم پکې ګډون وکړ. مظاهرچیانو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو له نیونو او ایستلو لاس واخلي. د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکړی دی او وایي، دا کار د هېواد امنیت لپاره کوي. تفصیل په ویډیو کې.

د کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې نن هند او اسټرالیا مخامخ شوي دي

Mashaalradio.com 

د هند او اسټرالیا لوبډلې د کرکټ ۵۰ اووره نړیوال جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شوې دي.  د نومبر ۱۹مې سیالي د پېښور له وخت سره سم ماسپښین یوه نیمه بجه او د کابل پر وخت یوه بجه پیل شوه چې پچه یې اسټرالیا وګټله او هند ته یې د بیټېنګ (توپوهنې) بلنه ورکړه.  دا لوبه د هند د ګجرات ایالت د احمد اباد په نرېندرا مودي نړیوال لوبغالي کې کېږي چې پکې ۱۳۲،۰۰۰ نندارچیان ځایېدای شي. هغه په نړۍ کې د کرکټ تر ټولو لوی لوبغالی بلل کېږي. هند په نیمه پایلوبه کې نیو زيلینډ ته او اسټرالیا جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او په دې توګه دواړه لوبډلې پایلوبې ته ورسېدې. Читать дальше...

د جاپان تر ټولو وفاداره سپی ۱۰۰ کلن شو

Mashaalradio.com 

د جاپان د هغه سپی د زوکړې ۱۰۰ کاله پوره شوه چې د وفاداری سېمبول یا علامت بلل کېږي. سيلګر په ټوکيو ښار کې د هوچيکو نومي هغه سپي مجسمې ليدو ته ورځي او ورسره تصويرونه اخلي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Мария Шарапова

Теннисистка Мария Шарапова снялась в красном облегающем платье






РК «ВВА-Подмосковье» стала серебряным призером VII тура чемпионата РФ по регби-7

Девелопер UDS отказался от продажи офисных помещений в ДОМе KINETIK

Онлайн-знакомства: ключ к новым романтическим возможностям в вашей жизни

Ай, Моська!