Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Ноябрь
2023

Новости за 08.11.2023

یونانیان د سوځېدلي ځنګل د بیارغونې غوښتنه کوي خو ایا دا ممکنه ده؟

Mashaalradio.com 

د یونان د ایوروز سیمې د دادیا په ځنګل کې د اګست پر ۱۹مه اور لګېدلی وو چې له وجې یې په سلګونه هېکټره ځمکه متاثره شوې او ګڼ ځناورو او مرغانو ته هم زیان رسېدلی وو. د هغې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اور له وجې ورته اقتصادي تاوان رسېدلی او باید حکومت د ځنګل بحالۍ لپاره اقدامات وکړي خو چارواکي وايي چې متاثره سیمه څاري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

په پنجاب کې د لړې له زیاتېدو سره ناروغۍ هم زیاتې شوي دي

Mashaalradio.com 

د پنجاب په لاهور کې د لړې او لوګي تر خپرېدو وروسته د ښار اوسېدونکي وايي چې د ستوني په ګډون یوشمېر ناروغۍ خپرې شوې دي. دوی وايي چې حکومت باید هغه ګاډي ونیسي چې زیات لوګی پیدا کوي. د لاهور اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د هوا او چاپېریال ککړتیا پرضد اقدامات وکړي. د پنجاب لنډمهالي حکومت د زده کوونکو لپاره د تمبوزک یا ماسک په مخ کولو امر کړی دی. حکومت داراز د هغو کروندګرو پرضد د اقدام اعلان کړی دی چې په پټیو کې د فصلونو پاتې شوني سوځوي چې لوګی یې اکثر په مني کې په لړه ورګډېږي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

کاکړ: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان لنډمهالي وزیر اعظم وویل چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."

په بنو بازار کې ډېرانونه بیمارۍ خوروي

Mashaalradio.com 

د بنو اوسیدونکي وايي، په ښار کې ځای په ځای د خځلو ډېرانونه پراته دي چې بوی یې خور دی او بیمارۍ ترې خورېږي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ستونزې څه حل دې راوباسي. چارواکي وايي، د صفایۍ عملې د تنخاګانو د نه ور رسېدو له وجې په هړتال لاس پورې کړی دی. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.

لاهور مېشتې پښتانه وایي پولیس یې د بې اسناده کډوالو په نامه ځوروي

Mashaalradio.com 

لاهور مېشتي افغان کډوال تور پورې کوي چې پولیس اسناد لرونکي افغانان هم نیسي. په هغه ښار کې د خیبر پښتونخوا یوشمېر اوسېدونکو هم دعوه کړې ده چې پولیس یې د کډوالو په نامه نیسي او ورڅخه پیسې اخلي. خو د پنجاب د کورنیو چارو یو افسر له مشال راډیو سره په خبرو کې د اسناد لرونکو کډوالو د نیولو تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې یوازې بې اسناده بهرنیان نیسي. تفصیل په ویډیو کې.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلینډ نېدرلینډز ته ۳۴۰ د منډو هدف ورکړی دی

Mashaalradio.com 

د کرکټ ۵۰ اوورنو نړیوال جام په سياليو کې د انګلستان (انګلینډ) لوبډلې نېدرلینډز (هالینډ) ته د ۳۴۰ منډو هدف ورکړی دی.  د پونا په لوبغالي کې د نومبر اتمې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر يوه نيمه او د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه. د انګلینډ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۹ منډې وکړې. د انګلینډ بېن سټوکس ۱۰۸، ډېوېډ ملان ۸۷ او کرېس ووکس ۵۱ منډې وکړې.  د نېدرلینډز بس ډې لېډې درې، او آرین دت او لوګان فن بېک دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...

قرغيزستان کې د "خوشاله اناګانو" ډلې دوديزې قالينې ژوندۍ ساتلي

Mashaalradio.com 

د قرغیزستان په کدمجي ښار کې د شاوخوا ۲۰ ښځو یوه ډله ځوان کهول ته د دوديزو قالینو جوړول ورزده کوي. دا ډله ځان ته د خوشاله اناګانو (نياګانو) ډله وايي. هغه ښځې وايي چې دوی د شېردک په نامه د دودیزو قالینو ختمېدو اندېښمنې کړې دي. د اې اېف پي اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP






Президент Чехии Павел получил травмы во время езды на мотоцикле

Общероссийский день библиотек отпразднуют награждением лучших библиотекарей, выставками, лекциями, мастер-классами и концертами

Павел Прилучный подал иск к Агате Муцениеце

В Москве откроют 65-й летний трудовой сезон студенческих отрядов